د هيواد د نورو ولايتونوپه شان په خوست كې هم د افغان مجاهدينوبرياليتوب يا اسلامي انقلاب شلمه كاليزه ونمانځل شوه، كه څه هم ځينود روسانوپه ماتولو خوښي ښودله خو ځينوبيا له دې امله چې مجاهدين د نظام په جوړولوكې پاتې راغلي، خواشني دي. په مراسمو كې ځينوبياوويل دلته چې هرځل انقلابونه په زور او د بل نظام د چپه كيدو په صورت كې راغلي خوځكه د هغوى ترټولو سترهدف اوموخه له خپل سيال نه د بدلې اخيستل وي.
د مجاهدينود برياليتوب شلمې كاليزې په وياړ د خوست د جرګوپه تالاركې نيول شويومراسم كې د خوست پرځايي چارواكو سربېره د مجاهدينو ګڼو مشرانو او د شهيدانو او وراثينو ګډون كړى وو، په مراسمو كې ځينوپه دې خوښي څرګندوله چې روسان يې مات كړي خو نورو بياد مجاهدينوخامۍ اونميګړتياوې بيانولې، د دوى په ويناچې مجاهدينود نړى لوي قدرت ته ماتې وركړه خو په دې بريالي نه شول چې خپل نظام جوړكړي او ولس په مثبت لوري رهبري كړي، ويناووالو زياته كړه چې افغان مجاهدينوته يواځې دومره روحيه اونظريه وركول كيده چې په مخه كې ولاړ نظام له پښو وغورځوي خونه مجاهدينوپه دې فكر كې كړى چې څنګه او څه ډول به د هيواد او ولس ساتنه كوي او نه هم نورو داسې فكر وركړى چې له برياليتوب وروسته څنګه او څه ډول ټولنه په سالمه توګه رهبري كړي.
ځيني خلك په دې فكر دي چې د ثور اومې انقلاب افغانانوته په كوم نوم راغلى وو د هغه پرځاى يې ولس فقر، غريبۍ، بدبختۍ، وژنې او ورانۍ لورته مات كړ او همداشان د ثور اتمې بدلون د ولس ترمنځ بي اعتباري، او تعصبونه را وپرول يواځې د صدارت په چوكۍ مجاهدينو په خپلوكې دومره جګړې وكړې چې لسګونه زره انسانان پكې معيوبه او ياهم ووژل شول، خو اوس دولتي مسوولين په اداري فساد او زور واكي د دولتي ځمكوپه غصب او سيمه والوته د ستونزو پيداكولو په برخه كې بوخت دي چې له امله يې عام ولس ګړيږي.