
داچې په افغانستان کې نړيوال يرغلګر ځواک دکاملې ماتې په درشل کې قرار لري ، په خپلو ورستيو بي ګټو هڅو او هلوځلوسره کوښښ کوي چې يوه نوعه خپله رسوا ماتې توجه او دامريکا دنړيوال په صفرکې ضربيدونکی پرستيژ اوحيثيت نه ساتنه وکړي ، په همدې لړ کې يي تيره ورځ په اسلام آباد کې د په اصطلاح دري اړخيزې غونډې په نامه ناسته وکړه او په دغه فرمايشي غونډه کې يې چې دکابل د ادارې استازي هم پکې ناست وو دداسې کميټې د جوړيدو خبره و کړه چې نوموړې کميټه به په اصطلاح هغو مجاهدينو ته د پنا ځای پيداکولو،سهولت ورکولواو سفر دلارو چارو برابرولو هڅه کوي چې غواړې امريکايې غوښتنوته دسولې په نامه سرټيټ کړي ، دافغانستان اسلامی امارت داسې شراچونکې شومې هڅې غندې او په اړه يې لاندې نظرڅرګندوي : داچې اسلامی امارت ديو لوی ، لوړ او مقدس آرمان لپاره جهاد کوي او په صفوفو کې هيڅ داسي څوک نشته چې هغه دې دخپل مشرتابه له حکمونو او په عموم کې خدای مګړه داسلام له لارښونو سر وغړوي او دڅوډالرو، مرتبې او چوکيو لپاره يرغلګر دښمن ته سرټيټ کړې ، په دې اړه که اوس هم امريکا اوملګرو يي مجاهدين نه وي پيژندلي دا ددوي په بشپړې ناپوهي او ځان غولونې دلالت کوي ، زموږ مبارزه دچوکيو او ځان هوسایني لپاره نه ده روانه بلکې ديو آزاد ملت دريښتونو استازو په توګه دالس کاله کيږي د يرغلګرو په وړاندې مقدس جهاد او دآزادۍ غوښتنې مبارزه پرمخ وړو ، داچې دښمن مو اوس هم په صفوفوکې دتفرقي اچونې او تطميع کولو هڅې کوي ددې ترڅنګ چې داسې کړنې به يې سل په سلوکې لکه نورې لس کلنې ستراتيژګانې ناکامه شي ، دا دښمن په خورا کمزورۍ ، بد حالت او وارخطايې هم دلالت کوي داچې امريکا لاهم د واقعيتونو ددرک پرځای په شيطانی لارو چارو غور کوي ، دا دامريکايې جهت هغه هڅې هم کاملا تر پوښتنې لاندې راوستلای شې چې په اصطلاح غواړې داسلامی امارت سره دتفاهم دلارې دستونزو حل ته سمه لاره پيداکړي ،اسلامی امارت دمکار دښمن ټولو حرکاتو ته په پام سره هغه لاره انتخابوي چې د اسلام او هيواد ملی ګټې يې ايجابوي ، ددښمن دتفرقي اچونې هڅې يوازې دوخت ضياع او له اصلي ستونزې نه دعامه افکارو د اړولو په موخه ترسره کيږې چې هيڅ پايله به ونه لري .
داسلامی امارت ویاندذبیح الله مجاهد
۱۴۳۳/۶/۷ هـق
۱۳۹۱/۲/۹ هــش ـــ ۲۰۱۲/۴/۲۸ م