د کندهاروالي پر دفتر د ځانمرګی برید په هکله نور جزييات

په کندهار کې مطبوعاتي مسوولین وايي ، چې د دوو ځانمرګيو بريدوونکو او د والي دساتونکو ترمنځ د جګړې په پايله کې، د واړو لوريو څخه څلور تنه وژل شوي دي. د ولايت مقام ددفتر رييس زلمی ایوبي وايي : له غرمې مخکې په شاوخوا يوولسو بجو دوه ځانمرګي بريد کوونکي، چې په وسلو هم سمبال وو، په ساده جامو کې ولايت مقام ته ننوتل.
هغه زياته کړه ، دوى هڅه کوله، چې د ودانۍ خونو ته ننوځي، خو د والي له شخصي ساتونکو سره په نښته کې راښکېل شول.
ایوبي وايي ، چې له نږدې يوه ساعت نښتې وروسته دواړه بريدکوونکي ووژل شول ، خو په دې نښته کې د والي دوه ساتونکي هم وژل شوي او يو تن يې ټپي شوى دى. تر اوسه دوالي په اړه معلومات نشته .