د امريکا، افغانستان او پاکستان لوړ پوړو ديپلوماتانو د اسلام اباد په دوه ورځنۍ غونډه کې له ملګرو ملتونو غوښتي دي، چې د طالب مشرانو نومونه دې له تور لست نه ليرې کړي. د پاکستان سيمه ييزو رسنيو د رېپوټونو له مخې، په ياده غونډه کې پرېکړه شوې، چې په ملګرو ملتونو کې يوه درې اړخيزه ډله رامنځته شي، چې د طالب مشرانو د نومونو او پر دغه ډله د تحريمونو د ليرې کولو لپاره به په ګډه کار کوي. د ملګرو ملتونو په لست کې د 140 تنو طالبانو نومونه شامل دي، چې هڅه کيږي نومونه يې د قطر په غونډه کې له لسته وايستل شي.