د بن ﻻدن کورنۍ له پاکستان نه عربستان ته ورسيده

 1391/02/09 - 05:42
فرانسوي خبري رسنيو سعودي عربستان ته د اسامه بن ﻻدن د کورنۍ د غړو د رسيدو خبر ورکړی.د خبر پر بنسټ د بن ﻻدن درې کونډې،جمعه  نيمه شپه، په اسلام اباد کې له هغه کوره  چې دوی په کې تر نظارت ﻻندې وو، په پټه هوايي ډګر ته بيول شوي او  د سعودي عربستان په لور الوتنه يې وکړه.
د سعودي عربستان لخوا تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويل شوي او دا خبره يې پټه ساتلې.