په اوکرايين کې څلور پرله پسې چاودنې شوي

 
نن جمعه د اوکرايين جمهوريت په ((دنيپرپتروفسک)) ښار کې پرله پسې چاودنې شوي، چې 27 تنه ټپيان کړي. په ټپيانو کې نهه تنه ماشومان هم شامل دي.
د رېپوټونو له مخې، څلور چاودنې له لږ ځنډ وروسته يو په بل پسې شوي او درې لومړيو چاودنو زيات زيان رسولی؛ لومړۍ چاودنه د سرک غاړې د کثافاتو په هغه بيلر کې شوې، چې د ښاري پټلۍ لرونکي ګاډي (تراموای ) تمځای ته نږدې و، دوهمه چاودنه يوې سينما ته نږدې شوې او درېيمه د ګڼې ګوڼې په يوه جاده کې رامنځته شوې.

Bilder: afp
دا پېښه داسې مهال رامنځته کيږي، چې د اروپايي فوټبال سياليو ته دوه اوونۍ پاتې دي او کوربه يې اوکرايين دی.
دغه پېښه د يوليا تيموشينکو د زوکړې په ښار کې رامنځته شوې؛  تيموشينکا د اوکرايين پخوانی ولسمشره وه او اوس په بند کې اچول شوې. نوموړې له يوې اوونۍ راهيسې په غذايي اعتصاب ﻻس پورې کړی.


بايد وويل شي، چې اروپايي اتحاديه د تيموشينکو زيات پلوي کوي او د نوموړې د ازادۍ لپاره يې پراخ تبليغات پيل کړي. په دې وروستيو کې د جرمني جمهور رييس  اوکرايين ته خپل سفر هم د تيموشينکو پر سر لغوه کړ.