دمجاهدينود بري دورځې په مناسبت دکرکټ سيالۍ دختيځ زون دمعلولينو منتخبې لوبډلې په بريا پاى ته ورسيدې .

دمجاهدينو دبري دورځې په مناسبت په جلال اباد کې دڅلورو لوبډلو ترمنځ دکرکټ پنځه ويشت اورېزې سيالۍ دختيځ زون دمعلولينو منتخبې لوبډلې په بريا پاى ته ورسيدې .
دکرکټ بورډ دختيځ زون دمعلولينو مشرعبدالجليل انوري وايي دغه سيالۍ چې دجمعې په ورځ په جلااباد کې ترسره شوې پاى لوبې ته يې دختيځ زون معلولينو او دننګرهار لمر لوبډلو لاره ومونده .
نوموړى زياتوي په دغه پاى لوبه کې لومړى توپ وهنه دننګرهار لمر لوبډلې وکړه اوپه ټاکلي پنځه ويشت اورونو کې داوو لوبغاړو په سوزيدو سره يوسلو پنځه پنځوس منډې ترسره کړي .
دانوري په وينا په ځواب کې دختيځ زون دمعلولينو لوبډلې وکولاى شول چې ټاکل شوى هدف په څلرويشتم اورکې داته لوبغاړو په سوزېدو سره پوره کړي اوپه دوه ويکټو دننګرهار لمر لوبډلې ته په ماتي ورکولو سره دمجاهدينو دبري دورځې په مناسبت جوړي شويو سياليو اتلولي وګټي .
ديادونې وړده دمعلولينو لوبډلې ته چې پاى لوبه يې ګټلې وه،دسوداګر حاجي عارف الله له لورې دکرکټ دلباسونو مرسته هم وشوه .