په خوست کې دافغانستان دخلکو داسلامي انقلاب د بريا شلمه کليزه ولمانځل شوه

دخوست والي عبدالجبارنعيمي د جمعې په ورځ دثورد مياشتې په اتمه نېټه دجرګوپه تالارکې په هغه غونډه کې ګډون وکړ، چې دافغانستان د خلکو داسلامي انقلاب دبريا د شلمې کليزې په وياړجوړه شوې وه په دغه لمانځغونډه کې دخوست والي ترڅنګ خوست امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمدځاځي ،دلومړۍ پلي لوا قوماندان بريد جنرال محمد ناصرهدايت، د سولې د ولايتي کمېټې مشر مولوى حنيف شاه حسيني، دولايتي شورا وکيلانو،دملکي ادارو مسوولينو،قومي مخورو جهادي شخصيتونو ،ديني علما‌ء کرامو ،استادانو ،ښوونکو ،دبېلابېلو بنسټونو غړو او دخوست ولايت دبېلابېلو ولسواليو څخه په سلګونو مجاهدينوګډون کړى و.
غونډه دقاري صاحب حيات نور لخوا دڅومبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه،د خوست والي په دې غونډه کې وويل: ملي اړتياده چې ټول اړخونه بايد دسولې په ټينګښت کې رغنده ونډه واخلي
دافغانستان خلک بايد نور دخپل هېواد جوړونې ،ترقۍ ،سولې اوثبات ته په ځواکمن اسلامي هوډ،ملي يووالي او ولسي ځواک سره ملاوتړي اوټول اړخونه بايددخپل هېواد دځمکنۍ بشپړتيا دساتنې ترڅنګ دملي ګټو ،ملي هويت ،اسلامي اوملي ارزښتونو دخوندي اوژوندي ساتلوپه موخه دافغانستان دخلکو داسلامي انقلاب درېښتنو لاريانو،غازيانو اوشهيدانو لوړو هيلو اوارمانونوته ځان ورسوي اودهېواد ،دسولې ،ابادۍ اوترقۍ په لاره کې دې دخپل اسلامي جمهوري نظام دتګ لاروننګه اوملاتړ وکړي،
دجهادي قوماندانو په استازيتوب مولوى محمدسردارځدراڼ خبرې وکړې ،نوموړي وويل دافغانستان دخلکو داسلامي انقلاب گټل اوساتل دا د افغان مجاهد ولس اسلامي اوملي دنده وه چې په ډيرو سرېښندونو او اتلوليوسره يې دغه بريا وګټله اوخپل هېواد يې دشوروي د سرو لښګرو له منګولوخلاص کړ. ښاغلي ځدران په خپلو خبرو کې ټولو مجاهدينوباندې غږ وکړ،ترڅو په يوغږ اوملي يووالي سره دخپل اسلامي نظام دټولو تګ لارو اوکړنلارو ترشا ودريږي اوپه ټينګه دخپلو ملي ګټو دفاع وکړي.
دقومونو پيوستون شورا مشر غازي نواز تڼي په خپلو خبروکې دغويي د اوومې نېټه کرغيړنه کودتا وغندله اودغه کودتا يې په افغانستان کې دلويو غميزو اوبدمرغيو پيلامه ياده کړه .ده له ټولو خلکو غوښتنه وکړه ترڅو دسولې ،بيارغونې ،ثبات اوترقۍ لپاره جهاد وکړي.
دغونډې بل ويناوال مولوى امين الله د مجاهد ولس ملي يووالي اسلامي تحريک په استازيتوب وينا و کړه نوموړي وويل له روسانو څخه د افغانستان ازادي د اتلو مجاهدينو دسرښندونو پايله ده چې دخپلو وينوپه قيمت يې خپل هېواد دنړۍ له يرغلګرو وژغورلو.
الحاج مرادخان منګل ،حاجي ناظم ځدراڼ ،پاچاخان بابکرخيل ،قاري عبدالولي پوهندوى دوکتور ګل حسن وليزي هم په خپلو خبروکې دافغانستان دخلکو داسلامي انقلاب دبريا اوپايلوپه اړه هراخيزه خبرې وکړې ،دوى په خپلو خبروکې په خلکوباندې غږ وکړ چې نوربايد دتيرو ناخوالو ،ستونزو اوبدمرغيو څخه عبرت واخيستل شي اودځوان نسل روزنې ،دسولې ټينګښت ،ملي پخلاينې اودافغانستان هراخيز پرمختګ اوترقۍ ته توجه وشي اوټول ولسونه بايد په ټولوپرمختګونو کې رغنده ونډه واخلي،دوى ټولو دهغه کسانو دعملونو غندنه وکړه چې يا دبې ګناه انسانانوپه وژولو لاس پورې کوي او يا د هېواددبيارغونې په لاره کې دټول ګټوپروژوپه وړاندې خنډونه ايجادوي اوپه ځينو نارواکړنو کې لاس لري.
د يادونې ده، چې په افغانستان کې يو زيات شمېر خلک د غويي اوومه او اتمه دواړه د افغانستان په تاريخ کې تورې ورځې ګڼي او د بدمرغيو پيلامه يې بولي.