دکرکټ بورډ دختيځ زون مرستيال حاجي طاهرکاموال وايي دغه يوه ورځنۍ لوبه چې په غازي امان الله خان لوبغالې کې دجمعې په ورځ دکونړ او هلمندولايتونو کرکټ منتخبو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه،کونړ وکولاى شول چې هلمندولايت کرکټ منتخبې لوبډلې ته په يوسلو اته نوي منډو ماتي ورکړي .
نوموړى زياتوي په دغه لوبه کې کونړ کرکټ منتخبې لوبډلې لومړى توپ وهنه وکړه اوپه ټاکلي پنځوس اورونو کې داته لوبغاړو په سوزيدو سره ٢٨١ دوه سوه يو اتيا منډې ترسره کړي،چې په کې عدنان کونړي درې پنځوس او خان جي اوخان محمد اته دېرش،اته ديرش منډې ترسره کړي .
کاموال په وينا په ځواب کې هلمند لوبډلې ونشوه کولاى چې ټاکل شوى هدف پوره کړي اوټول لوبغاړي په درې اتيا منډو باندې وسوزيدل .
دکرکټ بورډ دختيځ زون مرستيال په وينا په توپ اچونه کې خان محمد دهلمند اوه ٧ لوبغاړي وسوزول،همدا رنګه هميم کونړي دوه او نواب خان جي يو لوبغاړى وسوزو .
په دغه لوبه کې خان محمد چې په توپ وهنه کې اته ديرش منډي کړي وي او په توپ اچونه کې دهلمند اوه لوبغاړي سوزولي وو،دلوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.
ټاکل شوي چې ديکشنبې په ورځ دولايتي سياليو په ترڅ کې کونړ دکوچيانو لوبډلې سره خپله څلورمه يوه ورځنۍ لوبه ترسره کړي .
ديادونې وړده په روانو سياليو کې کونړ تردې وړاندې پروان او هرات لوبډلو ته هم ماتې ورکړې وه