افغان سرتيري امريکايي پوځيانو ته مرګ ژوبله واړوله

يوه افغان سرتيري په کندهار کې پر امريکايي سرتيرو ټکان کړی او  مرګ ژوبله يې ورته اړولې. د لومړنيو رېپوټونو له مخې، په ډزو سره يو امريکايي پوځي او ترجمان وژل شوي او  درې تنه نور امريکايان ټپي شوي دي.
دغه افغان سرتيری د بام سر ته ختلی او له هغه ځايه يې پر امريکايانو ډزې کړي. بريدکوونکی هم وروسته له هغې ووژل شو، چې د ايساف ځواکونو ورباندې  متقابل بريد وکړ.
د پاملرنې وړ ده، چې په سږ زېږديز کال کې دا يولسمه ورته پېښه ده، چې د افغان امنيتي ځواکونو لخوا پر بهرنيانو بريد کيږي.
د رسمي خپاره شوو رېپوټونو له مخې، له2007 ز کال راهيسې تر اوسه 80 تنه بهرني پوځيان د افغان امنيتي ځواکونو لخوا په بريدونو کې وژل شوي دي.
په کندهار کې د دغه پېښې ﻻمل تر اوسه نه دی څرګند.