انګلستان خپل 500 سرتيري له افغانستان نه بهر کوي

 \"\"


د انګلستان دفاع وزير فيليپ هاموند، د انګلستان پارلمان ته د رېپوټ وړاندې کولو په ترڅ کې ويلي، چې له افغانستان نه به 500 سرتيري بهر کړي. نوموړي په توضيحاتو کې ويلي، چې د افغانستان ملي اردو او نور امنيتي ځواکونو اوس پوره ځواکمن دي او موږ کولی شو يو شمېر سرتيري بهر کړو.
هاموند ويلي، چې يوازې په تيرو شپږو مياشتو کې د هلمند په وﻻيت کې 36 پوستې او د پلټنې پاټکونه ملي اردو او پوليسو ته سپارل شوي. نوموړي زياته کړې، چې له ژمنې سره سم به انګلستان  تر2014 ز کال پورې په افغانستان کې سرتيري ولري خو وروسته به په تدريج سره سرتيري بهر کړل شي.
د انګلستان هېواد اوسمهال په افغانستان کې 9500 سرتيري او پوځيان لري، چې زياتره يې د افغانستان په سويل جګړه ځپلي سيمو کې مېشت دي.