په هلمند كې يوشميرامنيتي سرتيري وستايل شول

 ګڼه:  ۰۰۳۳                                                                     خبرپاڼه                نيټه:  ۱۳۹۱-۰۲-۰۷                                                                                                    
په نوموړوسرتيروكې چې د پوليسو،ملي امنيت اوملي اردو يوشميرساتونكي شامل دي په دې وروستيوكې يې په موسى كلا ولسوالى كې درى تنه ځانمرگي بريد كوونكي چې ددې ولسوالى امنيه قوماندانى ته د ننوتوهڅه كوله ځان ته له چاودنې وړاندې د نښتې په ترڅ كې له پښووغورځول اوله منځه يې يوړل.

\"\"
ياد شوي سرتيري د پنجشنبې په ورځ دې ولسوالى ته د هلمند د والي محمد گلاب منگل د خپل سفرپه ترڅ كې چې په همدې موخه تللى وو په نغدي مكافاتووستايل اودوى ته يې په خپله لنډه وينا كې وويل چې تاسې د هيواد اصلي ساتونكي اوسرښندونكي ياست چې دښمن ته مواجازه ورنه كړه ترڅپلوشوموموخوته ورسيږي.
د نوموړي په وينا چې نه يوازې د ولايت اداره بلكې د هلمند ټول اوسيدونكي د دوى په ميړانه وياړي اود الله له دربارڅخه دوى ته پخپلودندوكې د لا برياليتوبونوغوښتنه كوي.
وروسته د هلمند والي چې د ځينونورودولتي ادارومسؤلينويې هم ملتيا كوله په هغه غونډه كې برخه واخيسته چې ددې ولسوالى د لسگونواوسيدونكولخوا د هغه امنيتي كسانود فاتحې په موخه جوړه شوې چې په همدې پيښه كې يې خپل سرونه د خلكود هوساينې اوسوله ايزژوند د رامنځ ته كولوپه لاره كې قربان اوپه شهادت رسيدلي وو.

\"\"
د هلمند والي په دې پيښه كې د شهيدانود كورنيوغړوته د تسليت مراتب وړاندې كړل اوزياته يې كړه چې دولت به په هره برخه كې ستاسې سره مرسته كوي اوپه گډه به د هيواد،خلكواوسولې د دښمنانوشومې موخې را برسيره كوواوغاښ ماتوونكى ځواب وركوو.