کونړ هرات ولايت کرکټ منتخبې لوبډلې ته  په پنځه ويکټو ماتې ورکړه.

 دکرکټ بورډ دختيځ زون مشر قرارعزيزي وايي دغه يوه ورځنۍ لوبه چې په غازي امان الله خان لوبغالي کې دپنجشنبې په ورځ دکونړ او هرات ولايت کرکټ منتخبو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه،کونړ وکولاى شول چې په پنځه ويکټو هرات لوبډلې ته ماتي ورکړي .
نوموړى زياتوي په دغه لوبه کې هرات لومړى توپ وهنه وکړه اوپه اولس اورونو کې دټولو لوبغاړو په سوزېدو سره يو اويا منډې جوړې کړې .
دعزيزي په وينا دکونړ لخوا په توپ اچونه کې منيب درې،عدنان کونړي،هميم کونړي او خان محمد دوه،دوه او سيفورخان بيا يو لوبغاړى وسوزو .
دکرکټ بورډ دختيځ زون مشر وايي په ځواب کې دکونړ لوبډلې وکولاى شول چې ټاکل شوى هدف په اولسم اورکې دپنځه لوبغاړو په سوزېدو سره پوره کړي اوپه دې سره په پنځه ويکټو هرات لوبډلې ته ماتي ورکړي .
هغه وايي دکونړ لوبډلې لخوا په توپ وهنه کې پاچا حسين دوه ويشت اوعدنان اوخان محمد چې ترپايه ونه سوزيده څوارلس اوپنځلس منډې جوړې کړې .
په دغه لوبه کې عدنان کونړي چې دوه لوبغاړي سوزولي و،اوڅوارلس منډې ترسره کړې وې دلوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.
ديادونې وړده دولايتي سياليو په روانو لوبو کې کونړ په خپله لومړۍ لوبه کې پروان ته هم ماتې ورکړې وه .