له سوليز لاريون وروسته په ښرنه کې د ښوونې او روزنې پوهنځي پرانسته وشوه

 د پکتيکا ولايت له مرکز ښرنې اورګون ولسوالۍ ته د ښوونې او روزنې پوهنځي د لېږد په غبرګون کې له سوليز لاريون وروسته په ښرنه کې د ښوونې او روزنې پوهنځي پرانسته وشوه، په همدې حال د پکتيکا والي محب الله صمیم له قومي مشرانو وغوښتل تر څو په خپلو اولادونو زده کړې وکړي
 د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلينو او د مرکز په ګډون د شاوخوا ولسواليو اوسیدونکو په داسې حال کې نن سهار سوليز لاريون ترسره کړ چې د دوي په وينا د پکتيکا ولايت لپاره منظور شوی پوهنتون له مرکز ښرنې اورګون ولسوالۍ ته ليږدول کيږي. لاريون کوونکو د مرکز ښرنې ښار د اورګون او ښرنې لويه لاره بنده او له چارواکو يې په مرکز ښرنه کې د پوهنتون د پرانستې غوښتنه کوله د لاريون کوونکو له ډلې يو شمير قومي مشرانو د يوې قهرجنې ناستې په ترڅ کې د پکتيکا والي محب الله صمیم څخه وغوښتل تر څو د پکتيکا ولايت لپاره د منظور شوي پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په مرکز ښرنه کې پرانيزي او له غرمې وروسته د پکتيکا والي محب الله صمیم چې ګڼ شمیر چارواکو یې ملتيا کوله د نوموړي پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي پرانسته په رسمي ډول په مرکز ښرنه کې ترسره کړه صمیم د پکتيکا پوهنتون د نوي رئيس د معرفي کولو په ترڅ کې وويل چې ډیر ژر به د پکتيکا ولايت پوهنتون لپاره نوی دوانۍ د يونيم مليون امريکايي ډالرو په ارزښت ورغول شوي
صمیم د پرانستې پر مهال ځوانان زده کړو او ملي يووالي ته وهڅول او له دوي یې وغوښتل تر څو د زده کړو پر مهال يوازې او يوازې زده کړې وکړي
د پکتيکا ولايت د قومونو د يووالي شوار مشر ملا معصوم خيرو په خپلو خبرو کې د علم او پوهې په ترلاسه کولو ټينګار وکړ او زياته یې کړه چې که چيرې مونږ وغواړو له نړيوالو سره سيال شو نو پوهې ته باید مخه کړو
د يادولو ده چې نوموړي پوهنتون د لنډ مهال لپاره د پکتيکا ولايت په دارالعلوم کې  پرانستل شو چې ډیر ژر د ښرنې ښار د ماسټر پلان سره سم په هغه پنځه سوه جريبه ځمکه کې د يو نيم مليون ډالرو په ارزښت نوي دوانۍ ورغول شي چې ورته ځانګړي شوي ده