د پكتيكاولايت امنيتي چارواكي وايي چې د دغه ولايت په شكين ولسوالۍ كې يې يو شمېر افغان محلي پوليس له وسله والو طالبانو سره د اړيکو او د ځانمرګو بريدونو د تظيمولو په تور نيولي دي، د پکتيکا د محلي پوليسو قوماندان جنرال عزيزالله د ياد شوي خبر د تاييد تر څنګ وايي چې دغه کسان ګډو ځواکونو په داسې حال کې ونيول، چې غوښتل يې په ورسره موټر کې د ځانمرګي بريد واسکټ يوه خوندي ځاى ته وليږدوي.
د پکتيکا د محلي پوليسو قوماندان او د ارګون ولسوالۍد نظامي شورا مشرجنرال عزيزالله وايي، چې دغوكسانو د سيمه يزو پوليسو په ليكوكې دندې لرې او دوى ته د شکين ولسوالۍ د قومي مشرانو په ضمانت ورپيژندل شوي وو او دا مهال يې د موسى نيکه په يوه اميتي پوسته کې دندې ترسره کولې او اوس د شکين په سرحدي ولسوالۍ کې يې درې تنه محلي پوليس او يو بل د سيمې اوسېدونکى د ګډو ځواکونو له لوري په داسې حال كې له وسله والو طالبانو سره د اړيکو په تور ونيول شول چې غوښتل يې ورسره له چاوديدونكو توكو ډك واسكټ يوه مهم ځاى ته وليږد وي، د ده په خبره چې د دغو کسانو د بريد هدف يا موخه تر اوسه نه ده معلومه شوې خو دومره وايي چې واسکټ ورته له پولې بلې غاړې رالېږل شوی وو.
له دې وړاندې په پکتيکاکې يوه سيمه يزپوليسو خپل نهه ملګري وژلي وو اودى خپله طالبانوته ورغلى وو.
دا مهال د پکتيکا په ارګون، سروبي، سرروضه، خيرکوټ، جانيخېلو، برمل او شکين ولسواليو کې سيمه يزپوليس د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې فعاليت کوي، پخوا چارواکو ويل چې په پكتيكاكې سيمه يزپوليس د امنيت په ټينګښت کې ښه ثابت شوي خو له يادو شويو پېښو وروسته اوس د دوى په اړه اندېښنې پيداشوي دي.