
د هغو مظلومو شهیدانو پاکو ارواو او د هغوی دپاتې شونو معصومو اوښکو په یاد او درناوي، چې د ثور اوومې او اتمې د فتنو قرباني شول او قاتلان یې تر ننه بې محاکمې ګرځي.
بیا هم د غوایي اتمه ده؛ دا \"اتمه\" د \"اوومې\" پسې راغلې. نن د \"اوومې\" او \"اتمې\" شیطان د دجال په غیږ کې د قارون په کتاب یوبل ته د \"ملګري\" او \"ورور\" لاس ورکړی دی.
هو، د غوایي اتمه ده؛ بیا شیطان د بیګناه افغان په وینو سره پردۍ توره تر ملا او قران په لاس کې د تیر په شان په رڼا ورځ اوښ په بډو وهي او د ځمکې پر مخ ویده قوم مخ ته دریږي. د \"جهاد\" او \"مقاومت\" او د هغو د \"برکت\" کیسې کوي. شیطان بیا په قران او وینو بولۍ وهي؛ پنځلسو قومونو د آزادولو زړې کیسې کوي؛ بیا پردیو د آزادولو د ثوابونو زهرجنې افسانې کوي. شیطان د برلین دیوال یادوي؛ شیطان خلکو ته وایي چې د \"جهاد\" او \"مقاومت\" برکات په افغان خاوره کې نه بلکې پردیو خاورو کې وګورئ؛ په منځنۍ آسیا او برلین کې یې وګورئ!؟ خو بې حیا شیطان ته مخامخ، د ده په ګولیو د کابل ړنګ، سوري سوري دیوالونه په حیرت ګوري؛ کاشکې دغو دیوالونو ویانده ژبه درلودای؛ خو آیا خبرو ته یې اړتیا شته؟
په دغه ورځ په میلیونو شهیدې ارواوې ځوریږي؛ په شهیدو وینو رنګ په لکونو د هډوکو اندامونه د کابل او د هدیرو وطن نه راپورته کیږي او د شیطان مخې ته دریږي؛ دوی غواړي چې شیطان له غاړې ونیسي، ترې حساب وغاړي، خو لاس یې نه رسیږي. نور څوک هم ورسره مرسته نه کوي. دوی ډیر ناهیلي کیږي او پوښتي چې د دوی دا \"ژوندي\" ورونو ولې د دوی وینه دومره ارزانه کړې؟ عدالت غوښتنه یې ولې مړه ده؟ د دوی عقل او هوښیاري چا اخیستې؟ شهامت یې چا وژلی؟
د دوی \"ژوندي\" ورونه په خپله چوپتیا د شیطان ملګرتیا کوي؛ په مرګوني خوب ویده دي؛ ژبې لري خو خبره نلري؛ ستونی لري خو غږ نلري؛ سترګې لري خو نه ویني؛ سر لري خو هوښ نلري؛ زړه لري خو حس نلري، مینه نلري. ځکه نو شیطان له عدالته هیڅ ویره نلري او له سترګو یې نوي مرګونه اوري.
د شهیدو اندامونو تمه له ژوندیو شکیږي؛ مګر دا ټول شهید اندامونه بیا د شیطان په ناولي لاس کې په پاک کتاب قسم یادوي او شیطان ته وایي، چې زموږ سره خو اوس وس نشته چې حساب درسره وکړو او ځمکې په سر \"ژوندي\" ورونه مو هم مړه دي چې زموږ پوښتنه وکړي؛ خو ستا سره زموږ د حساب ورځ په یقین راتلونکې ده؛ په همدغه کتاب به درسره حساب کوو، چې نن ته پرې سوداګري کوئ؛ هغه حساب به ډیر سخت وي او بیا به مو د خلاصون څوک نه وي. ستا یو څو ملګري زموږ نړۍ ته راغلي؛ پوهیږئ چې څه حالت لري؟
آیا کله به هم د دې خاورې انسان دا فکر او غږ وکړي چې دا دوه ـ دوه نیم میلیون انسانانو د همدې لپاره قربان شول چې نورو ته خپلواکي راولي او خپل وطن ته اسارت؟ پردي آباد کړي خوخپل وطن برباد؟ پردو ته هوسا ژوند وغواړي خو ځان ته مرګ؟ نورو ته کور خو ځان ته ګور؟ پردو ته شرافت خو خپل وطن ته ذلت؟ د برلین دیوال ونړوي، نورو ته پیوستون او ځان ته بیلتون؟
ښایي د برلین دیوال ته به شیطان پلورلې افغان معصومه وینه دمه شوې وي، او دیوال به یې نړولۍ وي یا به نه وي خو مګر د برلین د بیلتون دیوال ورانول زموږ دنده وه؟ مګر برلین خپل څښتن نه درلود؟ مګر زموږ وینې د دې لپاره دي چې پردي پرې ژوند وکړي؟ هغه مهم څه چې مو نورو ته ورکړي، بیا ولې خپل ځان ترې محروم کړو؟
شیطان د مظلوم افغان کور وران کړ او ځان ته یې پرې په شیرپورکې د تاریخ په ټټر ماڼۍ جوړه کړه. شیطان، خلک به خپل وطن کې بې وطنه کړي. له شیطانه اوس قارون هم جوړ شوی؛ دی تر بل هروخته زیات د زرو او وینو تږی دی. اوس شیطان د برلین دیوال ترڅنګ هم په افغان وینو سره د هډوکو ماڼۍ لري. شیطان ځان ته هرڅه په دې دنیا غواړي خو نورو ته یې بیا په هغه دنیا. شیطان ډاډه دی، بازار یې اوس هم ښه تود دی، ځکه پوهیږي چې د قابیل لمسیان لا اوس هم یو بل پسې پردۍ تورې په لاس دي، دشیطان په لومه کې ګیر دي او د وینو باب پای نه تر سترګو کیږي.
د خاورې میلیونو انسانانو هم خپلې، هم پردۍ او هم د یوبل وینې توی کړې، وطن ټول هدیره شوه، خو تر ننه هم دا وطن د افغانانو وطن نه شو، که څه هم د افغانستان په نوم یې یادوو.
د تاریخ سبق خو دا دی چې که په میلیونونو نور هم د خپلو تیرنسل په پلونو پل کیږدو، یوازې وطن ړنګوو، هدیرې آبادوو، د کونډو، یتیمانو او وږو شمیر ډیروو او بس.
د وطن د آزادۍ او دفاع لار، د ټوپک او وینو لار نه ده. موږ ټوپک ډیر خراب کارولی دی، ځکه یې دومره خوار کړي یو، چې کله سړی فکر کوي، چې هیڅ ټوپک او هیڅ ټوپکوال ته اړتیا نلرو ولو که ملي دفاع او ملي اردو او ملي… نوم پرې ایښودی وي، ځکه د دوی ټوپک هم تر ننه پر خپل کور میلیاردو پردۍ ګولۍ ورولي دي؛ کوم یې ګز کوم یې میدان؛ کوم یې دهلی، کوم یې پاني پت.
دا خاوره نور په لښکرو نه بلکه په ښوونځیو ساتل کیږي. د نجات لاره، مدني اوناپوځي دفاع ده چې د لاس او پښو سره نه بلکه د فکر سره سروکار لري او له ښوونځي پیلیږي. دا هغه لار ده، چې له موږ پرته، ټوله نړۍ پرې روانه ده. دا لارله وینو او شیطانه پاکه ده. په دې لارکې ویده افغان راویښیږي او ځان او نړۍ په خلاصو سترګو او عقل ګوري او د شیطان لومه ماتوي. دا لار د شیطان له شره د خلاصون یوازنۍ لار ده. په دې لار کې د \" جهاد\" او \"مقاومت\" خبرې یوازې د تاریخې پند لپاره سرچینه ګرځي، نه د زور او نه د زر لپاره دام.
په دغه ځای کې بیا د پردو پرآزادولو او د برلین په دیوال څوک نه ویاړي؛ بیا د کابل دیوال یعنې د افغان وران دیوال په جوړولو خبره کیږي. دلته بیا آزادي، خپلواکي، آبادي او ښیرازي یوازې او یوازې د افغان چوپړ ته درومي او زموږ د هغو دوه - دوه نیم میلیونو انسانانو اصلي ارمان همدا و نه کوم بل څه. دا خوب ریښتیا کیدای شي خو که موږ وغواړو. پای