
محمد رحیم جاوید
اګست ۲۰۱۱
نړیوال بانک او افغانستان معارف وزارت د یو ګډ راپور په حواله، طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي: مونږ هغه ښوونځي سیځلي دي، په کومو کې چې اسلامي ضد زده کړې ترسره کیدې. نوموړي، هغه ښوونځي وغندل چې «ناسمې» زده کړې یې ماشومانو ته ورکولې.
راپور د ده له خولې لیکي: دښوونځیو په درسي کتابونو کې د پخوا پر خلاف چې « ا» به د «الله» لپاره کاریده، اوس د «انار» لپاره او «ج» چې پخوا به د «جهاد» لپاره کارول کیده، اوس د «جوار» لپاره کارول کیږي او په درسي نصاب کې داسې بدلونونو ته مونږ اجازه نه ورکوو.
پر افغانستان د پخواني شوروي یرغل پر مهال د «جهادي» ډلو[1] په څیر، طالبان هم وایي، چې د دوی د جګړې اصلي موخه له اسلام دفاع او افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو ایستل دي. خو په عمل کې د روانې جګړې زیاتره برخه د افغانستان ناپوځي بنسټونو پر ضد روانه ده، چې معارف سیستم یې په سرکې راځي.
د معارف نړولو په برخه کې د طالبانو جنګي روش، کټ مټ د شوروي یرغل په پیر کې د «جهادي» ډلو هغه ته ورته والی لري او په دغه برخه کې دواړې جنګي مجموعې د یوې لارې لارویان دي.
د معارف سره د دښمنۍ له پلوه دواړه جګړې د یوې سکې دوه مخه دي، چې د ښوونځیو پر ودانیو، ښوونکو او اړونده چارواکو او پر زده کوونکو بریدونه په کې شاملیږي. په ننګرهار کې د څو ښوونځیو سیځل او په فراه ولایت کې له یو ښوونکي سر پرېکول، د معارف سیستم پروړاندې د بې پایه جنایتونو نوې بیلګې دي.
نړیوال بانک او معارف وزارت د یادې سروې له مخې، یوازې د ۲۰۰۶ نه د ۲۰۰۸ کال تر پایه، د زده کوونکو او تعلیمي چارواکو د وژلو په ګډون، د افغانستان پر ښوونیز نظام ۱۱۵۳ بریدونه په بیلابیلو بڼو ترسره شوي. دا سروې وایي، چې یوازې د ۲۰۰۹ کال په پیل کې ۶۷۰ ښوونځي، چې تر ۸۱ په سلو کې یې د هیواد پښتون میشته سیمو پورې اړه لرله، وتړل شول.
د طالبانو د پورتنۍ وینا سره سره، دغه ډله په ټولیزه توګه په مطبوعاتو کې پر معارف د بریدونو پړه پر غاړه نه اخلي خو ترڅنګ یې دا ډول حملې غندلې هم نه دي. په دې توګه په افغانستان کې د ښوونې او روزنې پر وړاندې یوه نا اعلان شوې او دومداره جګړه روانه ده.
د بشري حقونو څار ډلې هم په خپل راپور کې، د ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۶ کال نیمایي پورې په افغانستان کې( اساسآ په سویل، سویل ختیځ او ختیځ) پر ښوونځیو، ښوونکو او زده کوونکو تر ۲۰۴ زیاتې حملې څیړلي او تثبیت کړي. د دې بریدونو ترڅنګ لږترلږه د ۱۷ ښوونکو وژنې ته هم اشاره کړې ده. د دغه څیړنې له مخې د دغو بریدونو لویه برخه د حکومت مسلح مخالفین چې په سرکې یې طالبان راځي، ترسره کوي او ترڅنګ یې سیمه ایز جګړه ماران او د مخدره توکیو کارباریان هم ښکیل دي.
دغه راپور د عیني شاهدانو، ښوونکو او زده کوونکو له خولې داسې پیښو ته په تفصیل اشاره کړې، چې طالبانو ښوونکي او زده کوونکي وهلي، تښتولي او یا یې ویشتلي. د راپور له مخې، طالبان به کلي په کلي په جوماتونو کې په ښکاره د سیمې خلک او د ښوونځیو منسوبین ګواښل، چې ښوونځي بند کړي، او په عامه ځایونو د خپلو مشرانو په لاسلیک په رسمي پاڼو کې شپې پاڼې او ګواښلیکونه ځړول.
دغه راپور وړاندې داسې پیښې هم ثبت کړي، چې پکې ښوونځي په رڼا ورځ د لسګونو وسلوالونه جوړو ډلو له لورې له منځه وړل شوي، چې معمولا داسې وسله والې ډلې طالبانو ته منسوبیږي.
له بل پلوه، کله چې په افغانستان د واکمنۍ د ساحې خبره وي، طالبان د هیواد په ډیرې برخې په تیره بیا د شپې مهال د ولکې ادعا کوي،کوم وخت چې معمولا ښوونځي له منځه وړل کیږي، خو تر اوسه طالبانو هیڅ کوم شخص د ښوونځیو سیځلو په تړاو سزا نه ده ورکړې. دا په داسې حال کې ده، چې دغه ډله په یو شمیر سیمو کې چې زیات ښوونځي پکې سیځل کیږي، په ښکاره، قضایي چارې سمبالوي او د سیمه ایزو خلکو د حقوقي ستونزو تر څنګ په جزایي مواردو کې سزاګانې هم جاري کوي، چې مهمه بیلګه یې بهرنیانو ته د جاسوسۍ په تور د سلګونو کسانو وژل دي.
د طالبانو د یادې شوې وینا پرته هم، لږترلږه پورتني ټکي، ټولو هغه پوښتنو او شکونو ته ځواب وایي چې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې پر وړاندې د دغه نااعلان شوې منظمې جګړې تر شا څوک ولاړ دي.
تر کومه ځایه چې د دغه جنایتونو پر وړاندې د غبرګون خبره ده، د کابل حکومت، چې « جهادي» ډلې یې د ملا تیر جوړوي، هم تر اوسه هیڅوک په دغه تور نه نیولي او نه یې محاکمې ته سپارلي، په داسې حال کې چې ویل کیږي په سلګونو او حتی په زرګونو پښتانه یې د «تروریستانو» په نامه، په قومي او سیاسي او شخصي انګیزو یا په محبسونو کې اچولي او یا یې هم په همدغه انګیزو د اساسي قانون خلاف بهرنیانو ته سپارلي دي. هغه اساسي قانون چې د مخالفینو لخوا منل یې د هغوی سره د سولې اساسي شرط په توګه هر وخت مخې ته کوي.
که څه هم یوازې په افغانستان کې نه، بلکه د نړۍ په نورو جګړه ځپلو هیوادوکې هم د جګړو په لړکې په معارف بریدونه شوي چې زیاتره د پوځي موخو لپاره د ښوونځیو کارونه پکې راځي، خو په افغانستان کې د معارف ضد جګړه ډیره هوډمنه او هر اړخیزه ده، چې د افغانانو شهرت ته یې هم زیان اړولی دی.
د هیواد ښوونیز نظام ورانول ولو که نیغ په نیغه د انساني زیانونو سره مل نه وي، د افغانانو په تیره بیا د پښتنو لپاره چې د دې جنایتونو اصلي قربانیان دي، نه جبرانیدونکې لنډ مهالې اواوږدمهالې پایلې لري. د دغه پایلو اغیزې د وخت له پلوه نورو نسلونو ته اوړي او د ساحې له پلوه د معارف له ډګره ا خوا، پر ټول ملي ژوندانه زهرجنې اغیزې شیندي.
ښوونیز نظام ته د دغه جګړې اوښتونکي مادي زیانونو اغیزې په خپل ځای کې ډیرې ناوړي دي، خو په دغه برخه کې تر ټولو لوی خطر، هغه تفکر او سیاست دی، چې له لامله یې په افغانستان کې ښوونې او روزنې سره نه پخلاکیدونکې دښمني پر مخ بیول کیږي . د معارف نړولو دغه تفکر او سیاست تر شا موخې او انګیزې که هر څه وي، وي به، خو پایلې یې مشترکې او هغه په لنډه افاده، دافغانستان بربادي ده.
لکه څنګه چې په سرکې یادونه وشوه، طالبان یوازنۍ او لومړۍ جنګي ډله نه ده، چې د معارف پر وړاندې ورانوونکې جګړه پر مخ بیایي، بلکه د دې کړغیړنې جګړې رېښې، پر افغانستان د شوروي یرغل پر مهال «جهادي» ډلو ته ګرځي. ښه ده چې په هغه مهال کې هم معارف ضد جګړې ته لنډه کتنه وکړو.
د افغانستان خلکو به هیر نه وي، چې هغه مهال د «جهادي» ډلو له نظره ښوونځي ته تلل او د عصري علومو لوست، د کفر سره پرتله کیدل او دوی هم د طالبانو په شان د نورو ملکي تآسیساتو تر څنګ، ښوونځي ورانول، ښوونکي، زده کوونکي او ښوونځیو چارواکي یې وژل او خپلو دغه کرغیړنو جنایتونو ته یې د «جهاد» نوم ورکاوه.
د نړیوال بانک او معارف وزارت د ۲۰۰۹ کال ګډ راپور وایي: چې په افغانستان کې د ښوونځیو پر نظام بریدونو تاریخ په دغه هیواد کې د ۱۹۷۸ له کمونستي کودتا نه پیلیږي او د موجود ښوونیز نظام بنسټ لویه برخه، د مجاهد ینو لخوا په ځانګړې توګه په نښه شوې او د هغوی په لاس ورانه شوې ده. د وخت رژیم د بهرنیو چارو وزیرپه ۱۹۸۳ کال کې، د دغه راپور له مخې، په په ملګرو ملتو کې وویل، چې تر نوموړي کال پورې د هیواد ۵۰٪ ښوونځي وران شوي وو.
جالبه دا ده، چې دوی هغه ښوونیز نظام له بیخه ورانولو، چې یو وخت یې خپله هم په کې زده کړه کړې وې. له دې نه هم شرموونکې دا وه، چې «جهادي» ډلو د معارف منسوبین د «کافر» په نامه په داسې حال کې وژل، چې د خپلو کورنیو غړي یې د عصري زده کړو په موخه پرمختللو هیوادونو پوهنتونونو ته استول. د هغه زده کړو لپاره، چې په هیواد کې يې په لول لاس عام افغانان ترې محرومول.
د تباهۍ دا لیونۍ کمپاین د هغه شرموونکې سودا یوه برخه وه، چې «جهادي» ډلو د پردیو سره د افغانستان، افغانانو او اسلام پر سر کړې وه. هغه سودا، چې تر نن پورې دوی ترې ګټه اخلي، خو بیه یې یوازې افغانان پرې کوي.
د حقوقي حیثیت له پلوه، دغه کړنې د اسلام په سپیڅلي دین کې نه یوازې چې مشروعیت نلري، بلکه له دغه مقدس او د علم ملاتړي دین نه په ښکاره سرغړونه ده. هغه دین، چې د علم زده کړه یې پرهر مسلمان فرض ګرځولې ده.
له دې وړاندې، نوموړې کړنې د بشر حقوقو نړیوالو قوانینو نه هم څرګنده سرغړونه ګڼل کیږي او د جګړې نړیوالو قوانینو یا د بشردوستانه نړیوالو قوانینو له مخې، په جنګي جنایتونو کې راځي. که دغه قوانین یوې خواته کیږدو، نو لږترلږه دا کړنې د افغانستان او افغانانو سره، نن د طالبانو او پرون د «جهادي» ډلو نه بښوونکي جنایتونه دي.
ډیره خواشینوونکې خبره خو داده، چې تر اوسه د معارف پر وړاندې د دغه ناوړه کړنې د پردیو په لاس، که څه هم تر شا به یې ولاړ وي، لږ تر لږه نیغ په نیغه نه ترسره کیږي، بلکه خپله د افغانانو په لاس عملي کیږي. ځکه نو بهرنیو غلیمانو ته د ګوتې نیولو ځای نه پاتې کیږي.
ځکه نو د ښوونځي ضد فزیکي عواملو ترڅنګ، هغه ټولنیزو عواملو ته هم باید پام وشي، چې د معارف ضد جګړې سره په ضمني ډول مرسته کولای شي.
په افغانستان کې د ښوونځیو سره د ولسي ملاتړ کچه ډیره ټیټه او کمزورې ده. دلته اکثره خلک له جومات پرته، د ښوونځیو په ګډون نور ټول رسمي بنسټونه یوازې د دولت ملکیت ګڼي او دولت هم پردی بولي. داسې ښکاري چې زموږ ټولنه تراوسه ښوونځي ته، د خپل مدني ژوند د یوې مهمې برخې په توګه نه ګوري. ځکه نو هیڅ داسې ټولنیز خوځښت نه لیدل کیږي، چې د دولت مرستې پرته، داوطلبانه د ښوونځیو تر شا و دریږي.
خو برعکس، زموږ خلک په دیني برخه کې ډیر حساس دي. له جوماتونو او نورو دیني مقدساتو بیدریغه ملاتړ کوي، د دغه عناصرو پرضد د هیڅ عمل زغم نلري، پر وړاندې یې تند لاریونونه کوي او مرګوني غبرګونونه ښیي. مګر د ښوونځیو سیځلو، د زرګونو ښوونکو او زده کوونکو پر وحشیانه وژلو غوږ هم نه ګروي، چې دا یو ډیر ژور ټولنیز ناورین ده.
د معارف او ښوونځي ملاتړ او ساتنه په دولتي لښکرو نه کیږي، بلکه تر ډیره دغه کار د ټولنې د هر وګړي دنده ده. د معارف په وړاندې په ټولنیز ذهنیت کې مثبت بدلون راوستل او د خلکود عمومي پوهې لوړول، د معارف د ملاتړ له ولسي کولو سره کلک تړاو لري. داسې بدلون او پرمختګ رامنځته کول که څه هم د کلونو کار دی، خو اړین دی. داسې ذهني بدلون به د دې لامل شي چې خلک لکه د خپل جومات په شان، د ښوونځي درناوي او ساتنې ته هم ملا وتړي. پای
1 . په دغه لیکنه کې، د جهادي تنظیمونو نه موخه، هغه افغان ضد ډلې او تشکیلات دي، چې په افغانستان د شوروي یرغل پر مهال او یا تر هغې وړاندې د اسلام په پلمه د بهرنیو استخباراتو په لاس جوړ شول او د افغانانو له نظره د هیواد په بربادۍ کې یې د نورو تر څنګ لو لاس لرلی دی. په دې توګه، په دغو ډلو پورې اړوند او نا اړوند هغه په وطن مین بې نوم او نښنانه شهیدان او غازیان چې د شوروي پوځ او په افغانستان کې د هغوی ګوډاګي، ترهګر او جنایتکار رژیم له منګولو د هیواد خلاصون لپاره مبارزه کړې، نه شامیلیږي.