
د۱۳۵۷ کال دثور په اوومه نیټه افغاني ! کمونیستانو دسرې الحادي مفکوري دتپلو اودبشریت هضمونکي امپراطوري دغزیدا په موخه زمونږ دمسلمان هیواد په زړه کابل کې کرغیړنه کودتا وکړه .
مختورو کمونیستانو د خپلو مستبدو واکدارانو په حکم دخپل جبر ، وحشت او ځورونو دټولو نیرنګونو په کارولو سره هڅه وکړه ترڅو افغان باتور ولس دکمونیزم په لومه کې راښکیل ، له اسلامي او ملي معتقداتو څخه یې پرشا ، سیاسي استقلال او افغاني هویت یې یرغمل او په پای کې دمیړانې او غیرت داټاټوبی دنړی له سیاسي جغرافیي څخه حذف کړي.
خو افغان مجاهدولس چې د خپلو مؤمنو مجاهد واسلافو دتورې او میړانې کارنامې یې په زړه او له خپل ټاټوبي نه ددفاع او د اشغالګرو دپه ګونډو کولو هنر یې هیرکړی نه وو ، نه یواځې داچې دکور، کالي ،ډوډی په تیرایستونکوناروتیرنه وتل اوسمتي ،ژبنیو اونژادي توپیرونوسره متفرق اوونه ویشل ، بلکې په یوه ناره ، واحد عزم اوسرشاره جذبه یې په دودیزواوپه نیشت حساب وسلودکفر اوکمونیزم په وړاندې په مسلح جهاد لاس پورې کړ او له سمې ،غر ونو ،ښارونواودښتو څخه یې دالله اکبر په زمزمو ، افغاني کمونیستانو او روسانو ته ځمکه سره تبۍ وګرځوله .
هماغه ووچې لوی اوتوانا ذات ( جل جلاله ) افغانان دخپل سرتاسري پاڅون ، معصومواوبیسارو فداکاریو اوقربانیو په نتیجه کې بریمن کړل اودثور داجیرو کودتاچیانو مستکبرباداران یې دهمدې قربانیو په برکت نه یوازې دافغان خاورې په پریښودو اړ کړل ، بلکې به سیمه او نړۍ کې یې هم ددوی سلطې ته دپای ټکی کیښود .
دثور داوومې له کمونیستي کودتا څخه ۱۴ کاله وروسته د۱۳۷۱ هـ ش کال دثور اتمه هغه ورځ وه ، چې له ۱۴ کلن جهاد ، قربانیو او هجرتونو وروسته دافغان اولس جهادي قافله دفتحې منزل ته ورسیده او دافغانستان له پاکې خاورې دکمونیزم ټغر په بشپړ ډول ټول شو .
دثور اتمه نیټه زموږ په برمیال تاریخ کې دافغاني کمونیزم دشکست او دافغان اولس دڅوارلس کلن جهاد دکامیابۍ دورځې په توګه ثبت ده ، چې باید هرمؤمن افغان په هسکه غاړه پرې وویاړي ، خو داچې له دې نیټې وروسته په افغانستان کې څه پیښ شول ، او ځینو افغاني جهتونو دافغانانو له جهاد او دشهیدانو له وینو سره کومې لوبې وکړې ، داهم دافغانانو لپاره دتأمل او بحث وړ یوه مهمه نقطه ده .
موږ ولیدل چې د۱۳۷۱ کال دثور له اتمې وروسته ځینو افغاني جهتونو دقدرت دترلاسه کولواو شخصي ګټو دپاللو لپاره په خپل منځي جګړو پیل وکړ ، او په دې توګه یې افغان اولس په یوه بله ترخه او نه هیریدونکي غمیزه واړاوه .
په اوسنیو حساسو شرائطو کې چې هیواد مو له یوه بل مهم تاریخي پړاو څخه تیریږي ، په هیواد راغلي امریکایي یرغلګر او مزدوران یې له بشپړ شکست سره مخ کیدونکي دي او هیواد مو دبشپړې ازادۍ په درشل ولاړ دی ، افغانان باید له تاریخ څخه په زده کړه خورا هوښیار او بادرکه واوسي ، ددښمن شیطاني عزائم او لومې وپیژني ، او هڅه وکړي چې دخپل منځي اسلامي ورورولۍ په فضاء کې افغانستان له امریکایي یرغل څخه خلاص او په هیواد کې یوه سوچه اسلامي نظام نافذ کاندي .
دافغانستان اسلامی امارت
۱۴۳۳/۶/۵ هـــق
۱۳۹۱/۲/۷ هـــش ـــ ۲۰۱۲/۴/۲۶ م