
اسلام اباد
د افغانستان، امريکا او پاکستان لوړپوړي ديپلوماتان به نن او سبا، د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې درې اړخيزه غونډه ولري.
په دغه غونډه کې به د امريکا لخوا د افغانستان او پاکستان چارو لپاره ځانګړی استازی مارک ګروسمن، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت معيين جاويد لودين او د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وزير جليل جلال عباس جيلاني ګډون ولري.
په دغه غونډه کې به په افغانستان او سيمه کې د سولې د رامنځته کولو او همداراز د طالبانو سره د روغې جوړې په هکله د خبرو د بيا پيل په هکله بحث وشي.
د تير کال له سپټمبر راهيسې، درې اړخيزه غونډه نه وه شوې او پاکستان د خپلو هغو 24 تنو پوځيانو له امله، چې د ناټو په بمبارۍ کې وژل شوي وو، له امريکا سره د همکارۍ په کولو کې پرېکون کړی و او پر ناټو يې اکماﻻتي ﻻره هم وتړله. په غبرګون کې يې امريکا د بلوچستان مساله ګرمه کړه.
دا څرګنده نه ده، چې د دې خبرو اترو پايلې به څنګه وي، خو په افغانستان کې دناټو ځواکونو مرستيال جنرال(ادريان برادشا) په يوه ويډيويي کنفرانس کې خبريالانو ته ويلي، چې په افغانستان کې د ناټو جګړه اوس يوه مهم پړاو ته رسېدلې ده.