طالبانو په بدخشان کې په پوليسو حمله کړې ده

په لسګونو طالب جنګيالو په بدخشان کې د پوليسو په يوه پوسته باندې حمله کړې ده چې لږ تر لږه څلور کسه پکې وژل شوي دي او ۱۶ نور يې د ځان سره يرغمل بيولي دي. د فيض اباد څخه شمس الرحمن وايی چې زيات شمېر طالبانو په پوسته برېد کړی دي چې ۱۶ پوليس يې ژوندي بيولي او درې نور ورک دي چې د هغوۍ په اړه مالومات نه لري چې څه شوي دي. طالبانو د پوليو دوه موټر او د هغوۍ وسلې هم د ځان سره وړي دي.
دا مهال په افغانستان کې ناټو او امريکا ۱۷۰۰۰۰ پوليس روزلي دي چې د کورنيو چارو د وزارت پر وينا د پوليسو شمېر پوره شوې دی دا پداسې حال کې ده چې د دغه پوليسو چې ۱۳۰۰۰۰ بهرني عسکر هم په افغانستان کې شتون لري وزير په خوب کې خبرې کوي.