په پاکستان درې اړخېزه د سولې خبرې بيا پيل شوې

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي: د افغان، امريکا او پاکستان د لوړ رتبه استازو په ګډون په اسلام اباد کې د سولې خبرې بيا پيل شوې دغه خبرې به د اپرېل د ۲۶ امې نېټې څخه تر ۲۷ امې نېټې پورې دوام ومومي. پدې ناسته کې د امريکا ځانګړی استازی مارک ګروسمن، د بهرنيو چارو وزارت څخه جاويد لودين برخه لري. دا د سولې په اړه شپږمه ناسته ده چې د دغه درې هېوادونو تر مينځ ترسره کيږي چې امريکا پکې يوازې د څارونکي دنده پر مخ بيايی، افغانستان او پاکستان پکې د خبرو اصلي ګډونوال دي.
په اسلام اباد کې د افغان سفير  عمر داودزی وايي چې دا تېرې مياشتې د دوام په سلسله کې رامينځ ته کيږي تر مياشت په دوشنبه کې د سولې په اړه خبرې په دوشنبه کې شوې وو.