د نړۍ د مهمو خبرونو لنډيز:

 \"دبیر

  •  د ملګرو ملتونو(م م ) عمومي منشي بان کي مون، نن سهار هند ته په درې ورځني سفر تللی.
\"Уго 
  • د وينزويلا جمهور رييس هوګو چاوز، له ډېرې مودې راهيسې په تلويزيون کې نه دی  څرګند شوی خو د جمهوري رياست په ټاکنو کې د ونډې اخستلو ژمنه کوي. نوموړی  د سرطان په ناروغۍ اخته دی او  څو ځلې يې عمليات تر سره کړي دي.
 \"ماهواره
  • هند فضا ته يوه سپوږمکۍ توغولې؛ دغه سپوږمکۍ به د دې توان ولري، چې په هر ډول هوا کې د شپې او ورځې عکسونو واخلي.
 
  • د امريکا د سمندري ځواکونو يو پوځي له دې امله له دندې شړل شوی، چې په فيس بوک کې يې پر جمهور رييس بارک اوباما باندې نيوکې کړې وې. دغه پوځي د پنتاګون د قوانينو پر بنسټ شړل شوی، چې يو پوځي ته د دغه ډول څرګندونو حق نه ورکول کيږي.
 \"Военнослужащие
  • کوزوا ته د جرمني لخوا 250 پوځيان ليږل شوي، چې په سيمه کې دامنيت په ټيکاو کې مرسته وکړي.