سترې محکمي د پاکستان لومړی وزير مجرم ګڼلی


د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا ګيلاني، د سترې محکمې لخوا مجرم ګنل شوی؛ پر نوموړي تور دی، چې د ده په شمول په فساد کې ښکېل کسانو پر ضد يې د محاکمې اجازه نه ده ورکړې.
د محکمې دغه پرېکړه سمبوليکله بڼه لري او لومړي وزير ته د بند سزا نه ورکول کيږي او يوازې په محکمه کې لږ ځنډول شوی و خو  د محکمې دغه پرېکړې، د پاکستان د نوي کابينې پرستيژ ته  زيان رسولی.