په افغانستان کې دناټو ځواکونو مرستيال جنرال(ادريان برادشا) په يوه ويډيويي کنفرانس کې خبريالانو ته ويلي، چې په افغانستان کې د ناټو جګړه اوس يوه مهم پړاو ته رسېدلې ده. ده ادعا وکړه چې د ناټو ځواکونو له تدريجي وتلوسره ،طالبان ورځ په ورځ کمزوري کېږي او د افغانستان وسله وال ځواکونه مخ په پياوړي کېدو دي. برادشا وويل، چې تېر کال د طالبانو په بريدونو کې لس سلنه کمښت راغلی و او دا بهير همداسې روان دی. ده وويل، چې هر څومره چې موږامنيتي مسووليتونه افغان ځواکونو ته سپارو ، هماغومره طالبان تر زيات فشار لاندې راځي او اوس د طالبانو د ځواکمنۍ بهير مخ په ځوړ روان دی.