له پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې مشر (دايم کاکړ) وايي، چې په تېرو لسو ورځو کې د سختو بارانونو له امله دافغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې 112 تنه مړه شوي، 41 تنه ټپيان شوي او 27 تنه هم ورک دي. کاکړ وايي، چې په دغو بارانونو کې په سلګونو کورونه او په زرګونه کورنۍ زيانمنې شوې او په سلګونو هکتاره ځمکه هم ويجاړه شوې ده. د ده په وينا که څه هم يو زيات شمېر زيانمنو کسانو سره مرستې شوې، خو لاهم زياتو مرستو ته اړتيا ده.