رويټرز: امريکا غواړي له طالبانو سره خبرې بيا پيل کړي

د رويټرز خبري اژانس په يوه رپوټ کې خبر ورکوي، چې امريکا غواړي له طالبانو سره خبرې له سره پيل کړي. تېره مياشت طالبان له امريکې سره له خبرو ځکه ووتل، چې امريکې د پنځو تنو طالب بنديانو دخوشې کولو په اړه خپلې ژمنې عملي نه کړې. خو رويټرز ليکي چې دا ځل امريکا غواړي د ښه نيت د ښودلو په موخه د طالبانود کورنيو چارو پخوانی وزير افغانستان ته وسپاري. امريکايان وايي، چې خيرخواه ملکي سړی و او د ځينو نورو طالب مشرانو په څېر خطرناک نه دی.