د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد لخوا په يوه راليږل شوي خبر کې ويل شوي، چې دپکيتکا ولايت دسرحوضی ولسوالۍ مرکز درې ورځې وړاندې د خارجي او داخلي عسکرو او پوليسو نه تخليه شوی چې ولسوالۍ يې په سيمه کې ميشت اربکيانو ته پريښې ده.
د طالبانو په وينا اربکيو هم دخپل ځان دامنيت لپاره دولسوالۍ شاوخوا پريمانه ماینونه ځای په ځای کړي دي. خبر زياتوي، چې تيره ورځ مازديګرمهال دولسوالۍ سره نيژدې سيمه دملکي خلکو دسورلۍ يو موټر په دغو ماينونو وربرابر شو چې له امله د دو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون ۸ تنه ملکی هيواد وال شهیدا شول.د طالبان خبرپاڼه کې راغلي، چې ددغې پيښې په اړه عينې شاهدانو له سيمې په تليفون معلومات ورکړي.
۱۴۳۳/۶/۴ هـــق
۲۰۱۲/۴/۲۵ م