خوست: بهرنيو ځواکونو د شپې لخوا عملياتو کې مرګ ژوبله کړې

 د خوست ولايت په نادرشاه كوټ ولسوالۍ كې د شپې پرمهال عملياتوكې يوتن وژل شوى او څلورنور بهرنيوځواكونوله ځان سره وړي دي، د خوست امنيې قوماندان د پېښې تايدترڅنګ وايي چې عمليات ګډو ځواكونوكړي او له پلټونو ورسته به نور جزيات هم په ډاګه شي.   د سيمې خلك بيا وژل شوى او وړل شوي ټول بي ګناه بولي او وايي چې له چاسره يې اړيكې نه درلودې،   دې عملياتو سيمه وال انديښمن كړي چې اوس هم بهرني ځواكونه د شپې پركورونو عمليات كوي
داعمليات د چارشنبې په شپه د خوست ولايت د نادرشاه كوټ ولسوالۍ د څرمښكۍ په كلي كې شوې، د سيمې خلك وايي چې افغان او بهرنيوځواكونويې د شپې ناوخته پردوو كورونو چاپه واچوله چې له يوه كور يې څلوركسان يو وړل او يوبل تن يې د كورنه بهرپه ډزو سره وواژه، د همدې كلي يو اوسيدونکى حضرت جمال وايي چې افغان او بهرنيو ځواکونود دوی کلي د  ظاهرګل په نوم د يوتن پركورعمليات وكړل، ده وژل شوى او نيول شوي كسان بي ګناه وبلل، د خوست امنيې قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځى وايي چې له عملياتوخبردى خو داچې څه ډول يوتن وژل شوى او څلور يې وړي دي، تردې دمه يې پوره جزيات په لاس كې نه لري خو په اړه يې پلټنه كوي.
په سيمه كې د ملي اردو مسوولين وايي چې دوى په دې عملياتوكې ګډون نه دى كړى، تراوسه په خوست کې د بهرنيوځواکونو مطبوعاتي دفترهم په دې اړه څه نه دي ويلي.
د ياده ولوده چې څه وخت وړاندې دفاع وزارت اعلان وكړچې له دې وروسته به د شپې عمليات افغان ځواكونه كوي خو داچې دا عمليات بهرنيوځواكونوكړي ځكه خو د سيمې خلك انديښمن دي چې د تېرپه څېربهرني ځواكونه د شپې پركورونو چپې اچوي.