په لوېديځ زون کې د پوليسووياند(عبدالرؤف احمدي) خبر ورکوي، چې نن د هرات ولايت په ګذره ولسوالۍ کې د ايساف د تېلو دوه ټانکرونه سوځول شوي دي. تر اوسه د سوځېدلو اصلي لامل نه دی په ګوته شوی خو دا لومړی ځل دی چې په دغه ولسوالۍ کې داسې پېښه کېږي. د ايساف ټانکرونه له هرات څخه فراه ته روان وو، چې په لاره وسوځول شول.