د
افغانستان د مالیې وزیر، ښاغلی ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال، د یوه لوړرتبه پلاوي په
مشرۍ، په یو رسمې سفر د نړیوال بانک اود پیسو نړیوال صندوق په کلنۍ ناسته کې د
ګډون په موخه د امریکا متحده ایالاتونو پلازمینې واشنګټن ته ولاړ.
ډاکټر
زاخیلوال به په دې ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د نړیوال بانک له ریئس، د نړیوال وجهې
صندوق له مرستیال، د ایران اوپاکستان د مالیې وزیرانو، د انګلستان د نړیوالې
پراختیا وزیر، د امریکا د نړیوالي پراختیاوزیر، د امریکا د خزاینود سیکرترمعاون، د
استرالیا اونړیوال بانک نوروغړو او د
نړیوال بانک، د پيسو نړیوال صندوق اوامریکایي لوړ رتبه چارواکوسره خبرې وکړې.
د
دې خبرو اصلې ټکی په شیکاګوکې کنفرانس او
په هغه کې د نړیوالو مرسته کوونکې ژمني دي، چې د افغان امنیتې ځواکونو سره به یې
کوي اوهمدارنګه د توکیو کنفرانس، چې د جولای په میاشت کې به ترسره شي، په دې
کنفرانس کې به نړیواله ټولنه له ۲۰۱۴ کال
وروسته د افغانستان د بیارغاونې او د امنیتي ځواکونو د تمویل په اړه خبرې او
مذاکرات ترسره شي.
د
یادولو وړده چې ښاغلی، زاخېلوال د توکیو د کنفرانس ته د چمتووالي مسؤلیت په غاړه
لري.