
د شلمې پېړۍ په لومړيو لسيزو كې د اسلامي امت په بيدارۍ كې دريو لويو عواملو عمده رول لوبولى دى. په همدې پړاو كې د اسلامي نړۍ مخ پر ځوړ حالاتو مسلمانانو ته سخت ټكان وركړل. دې پېر د مسلمانانو د غفلت اوج ته پاى وركړ. له دغې زمانې څخه د مسلمانو اصلاح غوښتونكو او تجديد كوونكو يوه ډله ډګر ته راووته چې د بيدارۍ او ويښتابه په رهبري كولو او دودولو كې يې د سرلارو ونډه درلوده او بيا يې تر اوس مهاله پورې نسل په نسل بيدارگران تربيه كړل.
دا درې پديدې چې مسلمانان يې د څو پېړيو له خوبه پاڅول دا وې:
۱. د اسلامي خلافت سقوط چې په ۱۹۰۸ كې پيل او په ۱۹۲۴ كې عملاً پاى ته ورسېد
۲. د سيكولرو حكومتونو جوړېدنه چې اسلام يې كاملاً د دولت له چارو څخه ايستلى و
۳. د ښكېلاكګرو ځواكونو لخوا د اسلامي نړۍ تجزيه او وېشنه
مصر د اسلامي ويښتابه ځانګو
كله چې د عثماني خلافت له نسكورېدو وروسته مسلمانانو وليدل چې د يووالي او قوت تر ټولو لوړ سمبول يې له لاسه وركړ، او ها د چا خبر د نعمت په ارزښت د هغه له زواله وروسته وپوهېدل، كله چې يې وليدل چې واكمنان يې د نامسلمانو زبرځواكونو د لاس نانځكې دي او اسلام يې په بشپړه توګه له حكومته ايستلى او په خپلو سترګو يې دا ننداره هم وليده چې د مسلمانانو لوى وطن د لوېديځوالو ښكېلاكګرو په مېز په ناوليو لاسونو ټوټه ټوټه كېږي، نو په بېلابېلو ځايونو كې مسلمان پوهان او ويښوونكي لاس په كار شول. هر چا د خپلې سيمې له شرايطو، هلته اړتياوو او زمينو ته په كتو سره او يا له خپل ذوق او اجتهاد سره سم په يوه برخه كې كار پيل كړ. كه به چاته علمي او تربيتي كار هدف ته تر ټولو ژر رسېدونكى ښكارېده په دې ډګر كې يې منډې ترړې پيل كړې، او كه چاته سياسي كار اولويت ښكاريده يا به يوازې تبليغ او موعظې د امت د ويښونې لپاره مهم وبرېښېده په همدغه برخه كې يې خلك له ځان سره يو ځاى كړل او د مسلمانانو په اصلاح كولو يې لاس پورې كړ. اسلامي غورځنګونه هم له همدغه بهيره راوزېږېدل او خپله تنوع يې هم د همدغه ځايي شرايطو، اجتهاد يا ذوق او اولويتونو په اړه د تصور له مخې واخيسته. هماغه وو چې تر نورې اسلامي نړۍ مخكې مصر د اسلامي غورځنګ د ځانګو په توګه را څرګند شو. جماعة الشبان يا شبان المسلمين، مصر الفتاة او اخوان المسلمين له لومړنيو د پام وړ غورځنګونو څخه منځته راغلل. وروسته بيا د حالاتو له اوښتون او د بيداراۍ د كچې له لوړېدو سره نورې ډلې، چې اولويت پكې پوځي كار وو هم رامنځته شوې. ورپسې د هند په لويه وچه كې جماعت تبليغ او جماعت اسلامي جوړ شول. په شام كې حزب التحرير را منځته شو، چې وروسته يې د نفوذ سيمه تر بل هر ځاى اروپا او منځنۍ اسيا ته ډېره وغځېده.
سوله ييز مصلحين څنګه تندلاري شول؟
مصر كه د سوله ييزو اسلامي غورځنګونو ځانګو وه، جهادي او سختدريځه ډلې هم له هماغه ځايه راپاڅېدې. د جمال عبد الناصر لخوا په ۱۹۶۵ كې د شكنجو، اعدامونو او بندي كولو لړۍ زور واخيست – په هماغه كال كې چې وتلى اسلامي مفكر سيد قطب اعدام شو – ځينې اسلامي ډلې د پوځي او جهادي خوځښتونو په فكر كې شول. د اويايمې لسيزې له پيله د اتيايمې تر پيله پورې په مختلفو نومونو د مصر جماعة الجهاد د يوې پياوړي تندلاري اسلامي ډلې په توګه راڅرګند شو، او د ولسمشر انور السادات وژنه يې هم پر غاړه واخيسته. په اتيايمه لسيزه كې دغه مصري ډلې افغانستان ته متوجه شوې. د افغانستان له جهاده او بيا د طالبانو تر پايه پورې يې دلته له شرايطو ښه ګټه واخيسته تر دې چې د يوې نړيوالې شبكې په توګه راڅرګند شول. د بيدارۍ له بهير څخه رازېږېدلي دغه تندلاري خوځښت له ډېر پخوا څخه پيل شوى د يو بل اصلاحي حركت – سلفيانو – د ځينې برخې مسير هم بدل كړ او له سوله ييز كاره يې د هغوى يوه ډله جګړې ته راكاږله. د مصر له ناصري زندانونو را ټوكېدلى نظامي خوځښت د افغانستان تر جهاده او راوروسته پړاوه پورې ټول هغه عقده مند، سختدريځي او له خپلو حاكمانو سره په جبهه يي دښمنۍ كې ښكېل ځواكونه سره راټول كړل چې په اسلامي نړۍ كې د واكمنانو تر شكنجې لاندې ول.
ځينې تكفيريان هم شول
له پوځي لارې د اسلامي نړۍ د ستونزو حل غوښتونكو شبكه په دې توګه له بېلابېلو چاپېريالونو څخه د متاثره شويو تندلارو ډلو يوه ګډوله جوړه شوه. په دوى كې داسې كسان هم راووتل چې په كبيره ګناه يې هم خلك كافرول، د اسلامي هېوادونو واكمنان خو له يوه سره كافر بولي او څوك چې يې كافر نه بولي او اطاعت يې كوي آن هغوى هم كافر گڼي، هغه كسان هم كافر ګڼي چې دوى يې د دوى امير ونه مني او كله چې يې دعوت ورته ورسېږي تسليم نه شي. د خداى لارې ته د بلنې او اصلاح تر ټولو غوره وسيله د دې ډلې خلكو لپاره يوازې زور دى او د دې پرځاى چې په حكمت او موعظة حسنة سره څوك د خداى لورې ته وبولي، په خشونت او زېږ چلند سره خلك غواړي سم كړي. البته دا فكر د هغو له منځه چې پر پوځي حل باور لري له يوې برخې سره دى، نه له ټولو سره. د تغيير لپاره تر قناعت مخكې د سوټي ونډه مهمه ګڼي. نه له بل سره خبرو او محاورې ته اړتيا لري او نه د بل چا رايه ورته سمه ښكاري. د پخوانيو علماوو او مجتهدينو خلاف د دوى خبره دا وه او ده چې يوازې زما رايه سمه ده او هېڅ د ناسموالي احتمال نه لري، او د بل چا نظر او اجتهاد خطا دى او هېڅ د سموالي احتمال نه پكې نشته. د دوى په باور، زما كار دا دى چې بايد خبره وكړم او ستا دنده دا ده چې بايد ويې ومني، درېيمه پكې نشته.
فكري تروريزم
د اسلامي نړۍ وتلي داعي او مفكر علامه قرضاوي دا ډول تندلارۍ ته فكري ترهګري ويلي چې تر فزيكي تروريزم زياته خطرناكه ده. قرضاوي صاحب وايي د دې ډلې سختدريځو په اخلاص او ښه نيت كې شك نشته، خو د دوى فكر او د اسلام فهم فاسد دى. له همدې امله كله چې پيغمبر (ص) د خوارجو صفات بيانوي وايي چې په عباداتو او ديندارۍ كې به هغوى تر تاسې ډېر مخكې وي، خو پر دين به پوهېږي نه. يحقر احدكم صلاته الى صلاتهم، و قيامه الى قيامهم و قراءته الى قراءتهم (تاسې به خپل لمونځ او قيام د هغوى له لمانځه او قيام سره په پرتله كې خورا سپك او كم ګڼئ) خو، يقرؤون القرآن لايجاوز تراقيهم (قرآن به لولي، مګر تر ستونې ښكته به نه تېرېږي، يانې زړه ته نه كوزېږي چې پرې پوه شي، بلكې يوازې الفاظ به لولي او د هغوى پر ظاهر به حكم كوي) د دوى د ځانګړنې په اړه پيغمبر (ص) وايي: يقتتلون اهل الاسلام و يدعون اهل الاوثان (مسلمانان به وژني، خو بت پرستان به ژوندي پرېږدي.)
همدغې وروستۍ ځانګړنې ته په پام قرضاوي صاحب د هغه مسلمان عالم كيسه هم راخيستې چې وايي په وروستيو لسيزو كې د يوې ډلې لخوا نيول شوى و. هغوى ځينې پوښتنه وكړه چې څوك يې. عالم ورته وويل، مشرك مستجير يريد ان يسمع كلام الله (مشرك يم چې پناه مې راوړې او غواړم د خداى كلام واورم.) او نيوونكو يې ورته وويل حق علينا ان نجيرك و نبلغك مامنك (بيا خو پر موږ حق لري چې پناه دركړو او خپل ځاى ته دې ورسوو) او دا آيت يې تلاوت كړ چې: و ان احد من المشركين استجارك فاجره حتى يسمع كلام الله ثم ابلغه مامنه. په دې توګه مسلمان عالم ځان وژغوره، خو كه يې ورته ويلي واى چې مسلمان يم ښايي په هماغه شېبه يې سر ځينې غوڅ كړى واى.
هلك المتنطعون
په دين كې تندلاريتوب او افراط څه نوې خبره نه ده. آن د اسلام د ظهور په لومړۍ پېړۍ كې لكه څنګه چې يې په حديث كې وړاندوينه شوې وه د خوارجو په بڼه يوه ډله تكفيريان او سختدريځه مسلمانان راڅرګند شول چې د اسلامي تاريخ لومړۍ فتنه (كورنۍ جګړه) يې بله كړه. په اسلامي نصوصو كې له تندلارۍ څخه په بېلابېلو عبارتونو تعبير شوى چې غلوّ، تنطع او تشديد له هغې ډلې څخه دي. امام احمد، نسائي او ابن ماجه د ابن عباس (رض) په روايت د دې حديث نقل كړى: اياكم والغلو في الدين فانما هلك من قبلكم بالغلو في الدين (په دين كې له زياتي كولو او له حد څخه تېرېدلو څخه ډډه وكړئ ځكه پخوا چې له تاسې كوم قومونه هلاك شوي په دين كې د افراط كولو لامله هلاك شوي دي). له پخوانيو قومونو څخه مراد اهل كتاب، او په ځانګړې توګه نصارى دي چې الله (جل جلاله) په قرآن كې هم ورته خطاب ورته كړى: يا اهل الكتاب لاتغلوا في دينكم غير الحق (اې اهل كتابو، په خپل دين كې په ناحقه او له ځانه افراط او زياتى مه كوئ ) امام ابن تيميه وايي چې په اياكم والغلو في الدين كې له غلوّ او افراط څخه نهي عمل او عقيدې دواړو ته راجع ده. او نصاراوو هم په عقيده او عمل دواړو كې تر اندازې زياتى كړى وو. امام مسلم له ابن مسعود (رض) څخه د افراط په اړه يو بل حديث نقل كړى چې وايي: هلك المتنطعون – قالها ثلاثا (په دين كې تر اندازې زيات ژور تلونكي كسان هلاك شول – او دا خبره يې درې ځله وكړه)
امام نووي (رح) وايي متنطعون هغه كسان دي چې په عمل او قول كې تر اندازې زيات تعمق، باركي او ټينګار كوي. په دواړو يادو شويو حديثونو كې متشددينو ته پيغمبر (ص) د هلاك كلمه كارولې چې د دنيا او آخرت دواړو برباديو ته شاملېدى شي. په قرآن كې چې چېرته هم د دعوت خبره ياده شوې، د نرمښت سپارښتنه ورسره شوې ده آن كه مخاطب دې د فرعون په څېر يو متكبر او سركشه څوك هم وي. ځكه خو الله (جل جلاله) موسى او هارون عليهما السلام ته وايي فقولا له قولا لينا لعله يتذكر او يخشى (فرعون ته په نرمۍ سره خبرې وكړئ چې ښايي پند ومني او له خدايه ووېرېږي.) قرآن د دعوت د برياليتوب راز په نرمۍ كې ګڼلى. نرمي او ښه چلند ته په هغو مبارزو كې چې نن ورځ روانې دي په معاصره اصطلاح كې د 'زړونو ګټلو' لوبه وايي، او زړونه هېڅكله هم په زور او سوټي نه ګټل كېږي، بلكې په نرمۍ سره كېږي. زور يوازې خلك له بلونكي څخه متنفر كوي او ليرې كوي ځكه خو قرآن حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ته وايي لو كنت فظا غليظا لانفضوا من حولك (كه ته تند او د سخت چلند لرونكى واى، دوى به له تا څخه ليرې او متنفره شوي واى.)
منزل د ټولو يو دى، خو...
پوځي حل او له وچ زور څخه كار اخيستل د اسلامي بيدارۍ له پړاو څخه د راټوكېدلو اصلاح غوښتونكو ډلو يوه پديده ده. په مجموع كې لكه څرنګه چې مو په سر كې يادونه وكړه د شلمې پېړۍ له دويمې لسيزې وروسته په بېلابېلو ځايونو كې د اسلام تجدد غوښتونكو او مصلحينو له خپلو شرايطو يا اجتهاد سره سم د اسلام د مختلفو برخو د بيا راژوندي كولو لپاره مټې راونغښتې. چا ګمان وكړ چې د اسلامي امت د زوال عمده لامل د عقيدې سستي وه، چا دا اټكل وكړ چې يوازې په تكنالوژيك او علمي ډګر كې شاته پاتې والي مسلمانانو ته ګوزار وركړ، چا بيا د لمانځه، روژې او جومات پرېښودلو ونډه د مسلمانانو په ځوړتيا كې مهمه وبلله، چا بيا له سياست څخه د اسلامي پوهانو ګوښه والى د دغې ښكارندې لامل وباله او چا هم په مجموع كې دغه ټول عوامل د امت د سقوط دليل وګڼل. هر څوك له خپل فكر سره سم را پاڅېد او د هماغې تشې په ډكولو لګيا شو چې په فكر يې اسلام ترې ډېر تاوان ليدلى. كه جهاديانو د اسلام د پرتم بيا ژوندي كول د وسلې او نظامي قوت په زور غوره وګڼل، جماعت تبليغ وعظ او تبليغ د دې هدف لپاره ښه وسيله وبلله، سلفيانو چې له پخوا راهيسې يې په كار پيل كړى وو د بيدارۍ له پړاوه يې ګټه واخيسته او د عقيدې په سمولو يې لاس پورې كړ، ښايي يوه بله ډله هم په دې موده كې تازه شوه سره له دې چې نه د اسلامي بيدارۍ زېږنده وه او نه خو اسلامي امت ته پرتم وركولى شي چې هغه تصوف دى چې له پېړيو پېړيو راهيسې پلويان لري. داسې اسلامي خوځښتونه هم وزېږېدل چې د فرانسوي سياستوال فلسفه چې هدف وسيله توجيه كوي يې خپله كړه، او هم يې د سياست او هم د نظامي عملياتو په ترڅ كې ځينې كار واخيست. د حزب التحرير په څېر غورځنګونو بيا يوازې د فرهنګي او مطبوعاتي هڅو له لارې د فكرونو پر جوړولو او له دې لارې څخه يو په يوه په ټوله نړۍ كې د اسلامي خلافت راوستلو باندې ټينګار وكړ. اخوان المسلمين چې بيا تر مصره محدود پاتې نه شو، بلكې يو نړيوال خوځښت شو او د هند د نيمه وچې جماعت اسلامي بيا له تربيې، تزكيې، عقيدې، ټولنيز خدمت او بيا تر سياسته پورې ټولو لوريو ته يو ډول او د خپلو سيمو له شرايطو سره سم پام وكړ. دا مانا چې له لويه سره په تصور كې ټول اسلامي غورځنګونه د اسلام په هراړخيزتوب او شموليت باندې باور لري، خو عملا په كار كې ځينې خوځښتونه بيا دغه هر اړخيزتوب نه لري. په اسلامي دعوت كې پر يوه اړخ باندې ډېر زور اچول يا بېخې هغه اړخ ته ټولې هڅې ځانګړې كول ښايي هومره اغېزمن ونه اوسي لكه له بېلابېلو لارو په هممهاله توګه خپل هدف ته راتلل، البته دا له شرايطو سره بايد فرق وكړي، ځكه كله چې غواړو په هر اړخ كې مو ټولنه اسلامي شي او يو اسلامي نظام ته ورسېږو، نو يوازې مبلغ، يا يوازې سياستوال او يا يوازې ساينسپوه ته اړتيا نه لرو، بلكې ټولو ته په يوځايي توګه اړتيا ليدل كېږي – او كه اسلامي غورځنګونه چې غواړي ټولنه په ټوله مانا اسلامي كړي، نو په هره برخه كې بايد چې وس يې ورسېږي هڅې وكړي. په قرآن كې له دغسې يوطرفه تللو څخه د ډډې كولو يوه ښكاره بېلګه د تبوك له غزا وروسته مسلمانانو ته د الله (جل جلاله) هغه تصحيحي پيغام دى چې په التوبه سورة كې ورته وايي: و ما كان المؤمنون لينفروا كافة، فلولا نفر من كل فرقة ليتفقهوا في الدين و لينذروا قومهم اذا رجعوا اليهم لعلهم يحذرون (مسلمانانو ته پكار نه وه چې ټول په ډله ييزه توګه جګړې ته ووځي. ولې له هرې ډلې څخه يوه برخه دې ته ځانګړې نه شوه چې د دين پوهنه ترلاسه كړي او كله چې له جهاد څخه راغلي مسلمانان راستانه شي هغوى ته ښوونه او وعظ وكړي چې پر ناسمې لارې باندې يې له تللو څخه مخنيوى وشي.)
د يو بڼ ګلان
په ټوله كې خو د دغو ټولو غورځنګونو موخه او هدف يو دى، نيت هم د ټولو سپېڅلى دى، او ټول د يوۀ بڼ بېلابېل رنګين ګلان دي. خو د هر يوه د كار طرز او د تغيير په راوستلو كې د كار فلسفه فرق كوي. دا ټولې ډلې په دې باور دي چې ستونزه خپله په مسلمانانو كې ده او همدا يې له پرتمه د پرېوتلو لامل دى، او تر هغه پورې تغيير ناممكن دى چې خپله اصلاح نه شي. دوى په دې هدف كې هم سره يو دي چې بايد اسلام نظام بېرته په ټوله اسلامي نړۍ كې واكمن شي. هغه څه چې اسلامي غورځنګونه سره بېلوي د فقه الاولويات (د لومړيتوبونو پوهه)، فقه الموازنات (د بېلابېلو فعاليتونو د انډول پوهه) او فقه الواقع (په حاضره زمانه كې د پرتو واقعيتونو پوهه) په اړه د دوى بېلابېل ليدلوري دي. دا ټول توپيرونه د اسلامي امت د يوګونې قيادت په غياب كې رامنځته شوي او كه نن ورځ د مسلمانانو سياسي يووالى چې د خلافت په بڼه كې وو موجود واى، بيا به دومره غورځنګونه او دومره زيات توپيرونه نه وو. زما په ګمان دغو اسلامي خوځښتونو ته دا ويل هم سم نه دي چې ګواكې پر كومه برخه چې دوى ټينګار كوي يوازې هغه برخه ورته ټول اسلام ښكاري (او د هغه فيل بېلګه يې وبولو چې ړندو ته يې وروستى وو )، بلكې انصاف دا دى چې ټول دغه غورځنګونه د اسلامي ټولنې د جوړولو لپاره، له اقتصاد، جهاد، سياست، ټولنه، تربيه، عقيده او هرې برخې باندې باور لري، خو توپير په لومړيتوبونو كې دى. د هند په نيمه وچه كې د جماعت اسلامي د بنسټګر علامه مودودي رحمه الله هغه خبره چې د جماعت تبليغ په اړه يې كړې چې: ''هغوى هغه تشه او سنګر ډك كړى چې ښايي موږ به پرې نه و توانېدلي'' د بلې هرې اسلامي ډلې په اړه خورا حكيمانه او د زړونو نژدېوالي ته نژدې خبره ده چې بايد مسلمان مبارزين يې خپله كړي. د اسلامي نړۍ د ستر مفكر او بيدارګر سيد جمال الدين افغان د شاګرد رشيد رضا هغه طلايي قاعده چې 'نتعاون فيما اتفقنا عليه و يعذر بعضنا بعضا فيما اختفلنا فيه' چې امام حسن البناء رحمه الله د يوې ثابتې تګلارې په توګه راخيستې يوه بله ښه بېلګه كېداى شي چې د اسلامپالو هڅې يې له مخې سره همغږې كېدى شي.
ځينې سرچينې:
1. الصحوة الاسلامية بين الامال و المحاذير، استاد د. يوسف القرضاوي
2. الصحوة الاسلامية بين الجمود و التطرف، استاد د. يوسف القرضاوي
3. بيدارى اسلامي و فرهنگ اختلاف، استاد د. يوسف القرضاوي، ترجمۀ عمر قادري
4. آسيب شناسى جنبش هاى اسلامى، د. محمد ابو الفتح البيانوني، ترجمۀ عبد الغني براهويى
5. چالشهاى سياسى جنبش اسلامى، استاد د. مصطفى محمد طحان، ترجمۀ خالد عزيزى
6. الموسوعة الميسرة في الاديان والمذاهب المعاصرة، مانع بن حماد الجهني