په ترکيه کې يو شمېر لوړ پوړي پوځيان د کودتا په تور ونيول شول

نن سهار د ترکيې پوليسو يو شمېر لوړ پوړي متقاعد او برحال پوځيان د 1997 کال د کودتا په تور ونيول . دا د لوړ پوړو پوځيانو درېيمه جوپه ده چې د کودتا په تور نيول کېږي. په دغه جوپه کې دوه تنه متقاعد جنرالان نيول شوي او تمه کېږي چې په څو ساعتونو کې به يو شمېر برحال لوړپوړي پوځيان هم ونيول شي او محکمې ته به وسپارل شي. پر دغو پوځيانو تور دی چې د 1997 کال په فبروري کې يې د نجم الدين اربکان په مشرۍ منتخب حکومت استعفا ته اړ کړ او د (رفاه) اسلامي ګوند يې هم منحل کړ. د نيونو په لومړۍ جوپه کې د پوځ 18 تنه متقاعد جنرالان او لوړ پوړي پوځيان ونيول شول او د محکمې په حکم زندان ته واستول شول.