د ګرجستان دفاع وزارت خبر ورکوي، چې د دوی يو سرتېری په هلمند کې د لارې سر د ماين په چاودنه کې ووژل شو. د دغه سرتېري له وژل کېدو سره د ګرجي سرتېرو د مړو شمېر په افغانستان کې 16 تنو ته ورسېد. ګرجستان چې په افغانستان کې 800 سرتېري لري، د ناټو متحد دی او تمه لري چې د ناټو غړيتوب ترلاسه کړي.