سيمه ييزې سرچينې خبر ورکوي، چې د لشکر جهنګوي د ناقانونه ډلې وياند (علي شېر حيدري) په کوېټه کې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شو. نوموړی بېګا نيمه شپه له پوليسو سره په نښته کې ښکېل شو او له خپل يو بل ملګري سره په ګډه ووژل شو. د (ابوبکر صديقي) په نامه يو کس چې ځان يې د لشکر جهنګوي نوی وياند معرفي کړی، د علي شېر حيدري وژل کېدل منلي دي. علي شېر حيدري چې اصلي نوم يې علي مرادو، د بلوچستان ايالت د (ماخ) سيمې اوسېدونکی و.