په سويلي سوډان کې د بمبارۍ له امله 16 تنه وژل شوي دي

د ملګرو ملتو سازمان د امنيت شورا ته خبر ورکړی دی، چې پرون پر سويلي سوډان د سوډان د هوايي ځواکونو په بريد کې 16 تنه وژل شوي او 34 تنه نور ټپيان شوي دي. د امنيت شورا په بېړنۍ توګه غونډه وکړه، بمباري يې وغندله او پر دواړو هېوادونو يې د اوربند غږ وکړ. شورا د (هېګليک) له سيمې څخه د سويلي سوډان د ځواکونو وتل وستايل او ورسره يې له سوډان څخه غوښتنه وکړه چې له بمباريو لاس واخلي.