افريقايي اتحاديې سوډان او سويلي سوډان ته خبر داری ورکړ

د افريقايي اتحاديې امنيتي کمېشنر (رامتان لامامرا) په اديس ابابا کې اعلان وکړ، چې دغې اتحاديې سوډان او سويلي سوډان ته خبرداری ورکړی، چې د دريو مياشتو په ترڅ کې خپلې ټولې لانجې حل کړي او موافقې ته سره ورسېږي. ده خبرداری ورکړ چې که نه افريقايي اتحاديه به بيا د دواړو هېوادونو په اړه لازم ګامونه اوچت کړي. لامامرا وويل، چې له دواړو هېوادونو څخه غوښتنه شوې ده چې په دوو اونيو کې د اتحاديې تر څارنې لاندې خبرې پيل کړي او تر هغو وړاندې اوربند پلی کړي. د يادونې وړ ده چې دواړه هېوادونه د تېلو غني سيمې په اړه ژور اختلاف لري او څه موده وړاندې د سويلي سوډان ځواکونو د (هېګليک) د تېلو ميدانونه ونيول، چې بېرته د سوډاني ځواکونه له خوا وايستل شول. سوډان ګواښ کړی چې د سويلي سوډان مرکز به نيسي او واکمن رژيم به نړوي.