د امريکې ځانګړي او پټ پوليس چې د ولسمشر باراک اوباما ساتنه يې هم پر غاړه ده، خبر ورکوي چې د اوباما دوه نور ساتونکي هم د بداخلافۍ د تورونو له امله استعفا ته اړ شوي دي. دپټو پوليسويوه 12 کسيزه ډله د اوباما د ساتنې لپاره تر ده وړاندې د کلمبيا د کارتاهينا ښارته تللې وه. دغه کسان د خپلې دندې د ترسره کولو پر ځای بازار ته وتلي وو او په فحاشۍ يې لاس پورې کړی وو، چې د سيمه ييزو پوليسو له خوا نيول شوي وو. 6 تنو ورادمخه استعفا کړې ده، دوو تنو پرون استعفا وکړه، د دوو تنو جرم نسبتا سپک ګڼل شوی او يوازې به په دندو کې تنزيل ورکړل شي، يو بل کس د بيا کتنې غوښتنه کړې ده او ورپورې تړلي تورونه يې رد کړي دي.