مېت رامني په دريونورو ايالتونو کې ټاکنې وګټلې

د جمهوري غوښتونکو تر منځ د ولسمشرۍ  نوماندۍ لپاره په سياليو کې پرون د نيويارک، دلاور، پېنسلوانيا، کنټېکټ او روډ ايلنډ ايالتونو کې ټاکنې تر سره شوې او د دلاور، کنټېکټ او روډ ايلنډ پايلې ښيي چې د جمهوري غوښتونکو مخکښه نوماند مېت رامني دغه سيالۍ ګټلې دي. د (رېک سنتوروم) تر په شا کېدو وروسته اوس مېت رامني د جمهوري غوښتونکو اصلي بخت ګڼل کېږي. دوه نور نوماندان چې لاهم له سيالۍ نه دي په شا شوي، نيوت ګنګريچ او ران پال دي.