د هغې سروې له مخې چې د اپرېل په 21 _ 23 د (ګالوپ) له خوا په امريکا تر سره شوې، د اوباما له دندې څخه د خوښۍ کچه تر 50 سلنې لوړه شوې او د ده له دندې څخه د ناخوښۍ کچه 44 سلنې ته رالوېدلې ده. د ګالوپ په وينا دا سروې ډېره مهمه ده، ځکه هغه ولسمشران چې له دوی څخه د رضايت سلنه په دې کچه او يا تردې لوړه وه، معمولا يې ټاکنې ګټلي دي. ګالوپ وايي، چې ښايي د خلکود رضايت يو لامل د ګازو د بيې راغورځېدل وي. سروې همدا راز وايي، چې د ثبت شويو رای ورکوونکو تر منځ د اوباما د ملاتړ سلنه 49 ده او د جمهوري غوښتونکي سيال د ملاتړ کچه بيا 42 سلنې ته راغورځېدلې ده. په ټوليزه توګه په وروستيو مياشتو کې د اوباما په اړه د امريکې د ولس ذهنيت مثبت دی.