
نن ورځ د پاکستان په شمال ختيځ ښار، ﻻهور کې د ريل ګاډي په سټېشن کې چاودنه وشوه. د ډاون خبري رسنۍ د رېپوټ له مخې، په دغه چاودنې کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او 58 تنه ټپيان شوي.د رېپوټونو پر بنسټ پېښه د لومړي او دوهم پلاټفورم تر منځ، د انتظارخونې ته نږدې رامنځته شوې.
په پاکستان کې زياتې ترهګرې ډلې موجودې دي خو تر اوسه د دې پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.