خبرېي ښې کوې ، لکۍ يې کږې کوي (لومړى برخه)

څه موده مخکې مې په ( ټول افغان ) مشهوري ويبپاڼې کې يوه اوږده مقاله ( جګړه پخپله تراژيدی ده ،دنده انقلاب نه بلکې دانقلاب مخنيوی دی) چې يو لږ تکراري خوځينې يې دبحث وړموضوعات پکښی وه، په مينه مې سره ولوستله ٠ تر ټولوئې مهم مقولات اومسلې اجتماعی انقلاب ــ دادتکامل محرکه قوه ــ ملت اوداسې نورې دي چې په نوبت به بحث پرې وشي . مقاله چې دښاغلي دستګير خروټي په نامه ده ، په خاصه توګه يې اجتماعي انقلاب ته داسې کرکه ښودلې ده چې ښايي لږ تر لږه يې مفهوم او تاريخ ته پام نه وي ور اوښتی ٠ مقاله چې زما ددوهمې ( کره کتنې) پر ځينو ټکو بحث کوي ، نه يې يواځې زما پر يولړ مهمو موضوعاتو مستقيم او مستدلل بحث نه دی کړی بلکې ځيني روښانه مفهومونه يې حتی دښه اوسم تعبير سره هم نه دي مخامخ کړي ٠ ښا غلی خروټی دخپلې مهربانۍ اوانصاف له مخې اعتراف کوي او وايي ،دافق نوموړې ليکنه له ما سره مرسته کوي، ماته نوي فکرونه اونوي انديښنې راکوي چې ورباندې فکر اوکار وکړم ٠٠٠٠ دادی زه هم په خپل وار مننه اوداحترام مراتب ورته وړاندې کوم ٠ دده سالم قضاوت ماته دا جرئت راکوي چې هغومفاهيموته يوه دوستانه اشاره وکړم کوم چې له واقعيتونوڅخه سر غړونه کوی ٠ خروټی دخپلی مهربانۍ په ترڅ کی داسې هم وايې چې ګواکی زه په خپله تيره ليکنه کی په (غصه) شوی يم په داسې حال چې زه په ليکنه کی ډيره ارامی احساسوم ٠ که څه هم ځينی وختونه د واقعی او جدي کلماتو اومفهومونوڅخه استفاده کوم ٠ دی داسې وائي ؛( ٠٠٠٠ په ليکنه کی دغصی نښانی هم ليدل کيږی ٠٠٠٠٠ په دی فرهنګ کی دمقابل لوری په وړاندی دغلطيو، وارخطائي ٠٠٠٠٠ په تيره بيا دالخرافوتودکلموله استعمال څخه کار اخستل کيږی ٠ دی خپلو خبروته داسې ادامه ورکوی ٠( ددې کلمو په کارولونه يواځې دبحث کولوپه اخلاقی اصولو تيری دی بلکی دادمخالفينوپه وړاندی دبنيادګرائې منطق دی ، اودادچپ اوښی افراط چلند دی )٠٠٠٠ ښاغلی خروټی دمقالی په پای کی ديوې متا ثری له جی په موجونوکی داسې هم وائې( خوپه دی بحث کی د ښاغلی افق له لاری په غصه ولا ړچلند ددې بحث داوږديدوله کاره سره مرسته نه کوی ٠
زه نور نه غواړم دښاغلی افق دغصی لامل شم ٠٠٠٠ زما له خوا دابحث ختم اوښاغلی افق ته ښه ژوند اوبری غواړم ٠) دنوموړی ضداونقيض قضاوت پر بنا می دخپلی ليکنی عنوان ( خبری ښی کوی ، لکۍ يې کږې کوي )٠ دخروټی په اجازه غوره کړ په وروستيو ليکونوکی به هم دنوموړی متضاد سبک وګورو٠ زه په خپل نوبت دښاغلی خروټی له پاره داوږدو ليکنوښه حوصله غواړم اودژونداووطن په باب يې دواقعی وطنپالنی دارمان دتحقق په خاطر دبرياليتوبونوهيله من يم ٠ فکر کوم چې زما غصه زما دځينو کلمو لکه تيروتنه اوغلطی داستعمال څخه استبناط شوې وی ٠ خودا ډول ګيله اوموضوع پيږندنه ځکه پرځای نه ښکاری،چې که کوم څوک دليکنی په يوې برخی کی داشتباه اوتيروتنی سره مخامخ شي ، نودبل دوست له خوا په ورين تندی بايد ورپه ګوته شی چې دبياله پاره تکرا رونه مومی ٠ پښتانه ډير ښه وائي( دوست به دی وژړوی٠ خودښمن به دی وخندوی ) اوس په همدغه ډول منطقوپراساس يولړ هغه مقولې اومفهوموته په لنډه توګه توضيح کړم چې زموږ دبحثونومهمه برخه نيولای اودعلمی سيمو ضروری اړخونه غنی کولای شی ٠ دلته دملت انقلاب بحر نيوځواکونوتجاوز ، بريالۍ نظر يه اوداسی نور مهم دورځی موضوعات تشريح کول ځکه لازمی بولم چې دامپريالستی تجاوز اتو په نتيجه کی دهيواد،سيمی اونړۍ وروستيو پيښو اوخرابيو حتی ځينی مهمی علمی سياسی مقولې دڅيړنواوتعليماتوڅخه ليری غورځولی دي ٠ په داسې حال کی چې اجتماعی انقلابونه اساسئا دبشری تاريخ اوطبقاتی مبارزو محرکه قوه ورجوړوی ؛ ټول هغه تحولات چې ټولنی ديوی مرحلې څخه بلی پرمختللی مرحلې ته وراړوی ، رهنمای کوی اوتحقق ته يې رسوي ٠ بايد وويل شی چې همدغه ډول علمي ، فرهنګی اونوروبحثونوادامه ګټه داده چې دعلمی څيړنو انکشاف اواستدلالونو توانائي هم تبادل مومی اوهم ډير يږی٠ البته ، دبحثونو اوانتقادونوپه هم هغه اصول په نظرکی نيسودکوموچی يوه برخه ددوهمی( کره کتنی) په مقدمې او پيل کې خپره شوی ده ٠ ځکه چې په ويبپاڼوکی اوږده بيانونه ،لوستونکی ستړی کوی نوبه هڅه وکړم چې دښاغلی خروټی دوروستۍ ليکنی يولړ موضوعات چې تکرار اوستړی کونکی واقع نه شی په نوبت اويو په بل پسی وڅيړم ٠ بحث به دانقلاب دمفهوم اوبوروژواانقلابونوپه توضح کولوراپيل کړو اوهم به څرکندکړوچی( تور انقلاب ) دانقلابونوپه هيڅ تصنيف کی ځای نه لری ٠
١ـــ دانقلابونوپه تصنيف کی نه داچی( تورانقلاب) ځای نه لری بلکی دارتقاپه مقابل کی هم يوه څرګنده کرکه ښودل دی ٠
ښاغلی دستګير خروټی دخپلی ليکنی په څلورم مخ کی په غصې او نا ارامۍ سره په ټولنيزوپيښوکی انقلابونه ٠ انقلابی تحولات اوپر تکامل برابری پيښی د(تور انقلاب) په نامه په ډيری کرکی سره يادوی په تاسف دهغه تعريف ته يې حتی کومه اشاره لا هم نده کړې ٠ کله چې دشلمی پيړی په منځنيوکی دايران پخوانی پاچا وغوښتل دايران ملی اومترقی جنبش دانکشاف اوپر مختګ په مقابل کی اولسونه تير باسی نويي خپل يو لړداسي رفارمونه اعلان کړل چې خپل سلطنتی او طبقاتی ګټی په وساتي ٠ نوهمدغه پراتيک ته يې سپين انقلاب نوم ورکړ ٠ په همدې توګه دواقعی انقلاب اصطلاح هم پوره رواج لری ٠ البته ، دارتجاع سياسی اصطلاح هم خپل ټاکلی تاريخي ځای لری ٠ نوموړی مقولې ټولی په خپل ځای کی ټاکلی معنا ګانی لری خوپه تاسف چې دتور انقلاب اصطلاح چې ښاغلی خروټی بيله هيڅ ډول ارجعيت ، مسئوليته ، مفهوم اوتفسيره استعمال کړي ده بيله خپلی غصی اونا ارامی څرګندولو کوم بل ډول تعبير هم نشی موندلای٠
اوس به دانقلاب دتوضيح کولوڅخه مخکی ووايم چې زما په تير بحث کی دانقلاب اوتکا مل مهموفلسفی مقولوپه باب چې ښاغلی خروټی پوره توجه نه ده کړې ،داسې راغلی دی : (اجتماعی انقلابونه داجتماعی تکاملونوله پاره لازمی اوضروري دي ) په نوموړی منطقی اوفلسفی جملو کی ښاغلی خروټی دتکامل فلسفی مقوله دبدلون په ساده کلمی سره اړولي ده نوداسی وائې : ( داديوې نظرئې دمطلق کولو په معنا دی ٠ زه فکر کوم چې په دې هکله بيا کتنه په کار ده ٠٠٠٠٠٠٠ په ټولنه کی موخه دسيستم بدلون دی نه دسيستم ړنګول ٠٠٠٠٠) دا خبره چې نظريات دزمانې دتيريدو سره تغير کوی اوزړيږی ، عامه علمی خبره ده اوبايدچی مطلق يې ونه ګڼو ،خوخبره په دی ځای کی ده چې په لوړه جمله کی هيڅ ډول مطلقيت نه دی استعمال شوی اوپه بې ځايه تهمتونوهيڅکله علمي مسئله نه شی ثابتيدلای، بلکه زه وايم چې (د اجتماعی تکاملونوله پاره اجتماعی انقلابونه ضروري ٠ دلته دمطلقيت هيڅ بيلګه نشته بلکې نوموړې کلمې دلازم اوملزوم منطقي مقولوپه شان استعمال شوي دي ٠ لکه ؛
چې وږی شې ډوډۍ وخوره ٠
که ناروغه شوې طبيب ته ولاړ شه ٠
که تږی شوې اوبه وچيښه ٠
ددی له پاره چې موضوع نوره هم روښانه شوې وی نو به ترنورو خبرو مخکی دتکامل اوبدلون دوی مهمی کلمې توضيح کړم ، څو په فلسفی لحاظ وپوهيږو چې تکامل دبدلون سره پوره توپير لرې ٠
تکامل Devolapnent يعنی څه ؟ تکامل ،اساسئا،په زمانه کی غوښتل شوی حرکت اوتحول دی ؛تکامل په مکان کې يوداسي مادي اومعنوي انتقال دي چې پخپل زمان کې دخپل تحول خاص شکل ساتي په همدې توګه تکامل دحرکت په شکل تل دمختليفو شيانو اوجريانونويوداسی حالت ښيی چې هم پيل لری اوهم پای ٠
خودتکامل لوری دحرکت هغه خصوصيت نه دی چې دمادې دموجوديت په ډول انتهاونه لری ٠ په همدی توګه ، دغير عضوی اوعضوی جهان همداسی دبشری ټولنی تکامل اوپرمختګ دنوی منطق پوهنی دقوانينوپر بنئا، دفنر په شکل ، حرکت لری ٠
البته ، نوموړی تکاملی حرکت دپديدوپه دننه کی دخپلو داخلی متضادوقطبونودمبارزواووحدتونوپه نتيجه کی پرمخ ځی ٠ دعمومي تکامل هر انفرادی جريان مختلفی داسې مرحلې لری چې دخپلولومړنيوحالتونوڅخه راپورته کيږی اوپه نويومرحلوکښيوځی ٠
اوس چې مو تکامل په فلسفی لحاظ اولنډه توګه وپيږاند ، نوبه ووايوچی تغير ورسره پوره تفاوت لری تغير په جهان کی دټولوموجوداتومختلف حرکتونه اوتکاملی جريانونه اوهمداسی دنويوپيښوڅرګنديدنه په بر کی نيسی اواحتواکوی يې ٠که څه هم تغير په خپله پراخه اوبې نهايت فضاکی دطبيعت هر ډول پيښی اوجريانونه دبيلوبيلوجنګونو،پر مختګونواوتکا ملونوپه شمول له ځانه سره لری خوپه هيڅ صورت تکاملونه دهغومغلقو اوپيچلومشخصاتو څخه نه شولير ی کولای کوم چې داجتماعی تحولاتواومتضادوطبقودمبارزومحصول دی ٠
په دې حساب هرتکامل دپيښواواجتماعی مناسباتويونوی بدلون ،خوبيله شکه چې هر بدلون تکامل نشوبللای ٠ دمثال به توګه ،کله چې يوکور،دوکان اوياهم کوم هوټل نوی کړوديکورته يې تغير ورکړو ،چوکی ،ميزونه اونور لوازم يې په نوی ډول کښيږ دواونوې څيره ورکړو،نوڅرګنده ده چې په نوموړوځايونوکی موبدلون راوستی دی خوپه هيڅ صورت موهغه ته تکامل نه دی ورکړ ی ٠
اوس چې موپه لنډه توګه دتکا مل اوتغير يا بدلون په باب لازمی فلسفی ټکی وړاندی کړل ، نوبه دموضوع دروښانولواوانقلاب دسپکاوی دمخنيوی اوژوری پيژندنی په خا طر دانقلاب مفهوم اوسير ته يوه لا زمی اولنډه کتنه وکړو٠
انقلاب په لغت کی سر چپه کول ،ښورښ ، تحول ،سرکښی ،طغيان اوداسی نورو ته وائې خو په اصطلاح اوعلميت کی ددټولنی ټولنيز ژوند يو داسې دچرخش ټکی دی چې ديوی نوی اوپرمختللی ټولنيز نظام دتا سيس بنيا د ايږدی ٠
په همدی توګه ،انقلاب يوه داسې وسيله ده چې ټولنه ديوه زاړه اقتصاد ي اجتماعی نظام څخه بل نوی اقتصادي اجتماعی نظام ته وراړوي، انقلاب هغه ټولنيز حرکت دي چې ديوي اجتماعي اويا هم طبيعی پروسې دتدريجی تکامل جريان تراکمال وروسته په غورځنګ سره نوی شکل اومحتوا څرګنده کړی ٠ انقلاب ديوې ټولنی دداخلی متضادوطبقودشعوری اوغير شعوری مبارزو په نتيجه کی يونوی کيفی داسې حالت دی چې دتوليدی نويوقوتونو ( انسان + توليدوسايل ) سره نورنوپخوانی زاړه توليدی مناسبات نه شی ساتلای اوشاته پاتيږی ؛ ټکر اوتصادم سره کوی ؛ اونوی توليدی داسې مناسبات رازيږوی چې دهمدغونويوقوتونوسره موازی حرکت پيل کړی ، څونوی ټولنيزه تاريخی مرحله راپيل شی ٠
دلته ددې خبری وضاحت هم په کار دی چې اجتماعی اوقانونمندانقلاب کومه داسې تصادفی پيښه نه ده لکه يولړرفا رمستان اودتکامل داصولونا خبره اشخاص چې فکر کوی ،بلکه دانقلاب جريان ديوه تاريخی حقيقت په څير يوه ټاکلی قانونمندی لری چې ديومهموپيښو اوحالتونوڅخه په تدريجی توګه راپورته کيږی اوپه نويوپيښو اوواقيتونوختميږ ی ٠
معنا داچی ، دکمی مختليفو تغيراتوپه تدريجی حر کت سره يوه ټاکلی اجتماعی پروسه داسې انکشاف مومی څودهمدغی پروسې ټول اړخيز شرايط بشپړ اوپاخه شی اووروسته له هغه دغورځنګ په شکل نوی انقلابی اوکيفی تغيرات را مخ ته کړی ٠ البته دغه تحولات اوانقلابونه چې ديوی مرحلې څخه بلی ته رااوړی ، ديوې ورځی هفتی ،مياشتې اوکلونو کار نه دی بلکه يو انقلاب دخپلو عينی اوذهنی شرايطوسره سم ،کله کله پيړۍ اوقر نونه هم په برکی نيسی ٠
په تير و بحثونوکی می دانقلاب دتکوين اوبری په برخه کی دکمی شرايطودتدريجی تکا مل په نتيجه کی ،دغورځنګ په شکل ، کيفی تغيرات په طبيعی پروسوکی داوبو دجوش اوبيا په بخاربدليدلو سره مثال راوړی دی ٠چې اوبه دحرارت په نتيجه کی ورووروپه تدريجی توګه توديږی اودتودوخۍ درجه يې دعادی حالتونوڅخه پورته خيږی څو چې سلو سانتی ګراد درجو ته ورسيږی ،بيانواوبه بخار کيږی او دخپل پخوانی حالته سره کيفی تغير مومی چې په اوبوکی مالګه حل کيدای شی خو بخارهمدغه خصوصيت نه لری ٠
دغه لنډ مثال چې دطبيعی تحولاتوپه تدوين اوتکوين کی مې ځکه راوړ چې دپيښواوپديدوپه تکاملاتواومختلفوانقلابونوئې کې هم لومړی کمی تغيرات اوبيا کيفی تغيرات دخپلوټاکلوشرايطوپه موجوديت کی ،رامنځ ته کيږی ٠ خوپه ډير تاسف چې ښاغلی خروټی نوموړی متن په غورنه دی کتلی ، نوپه تعجب سره داسې وائی ؛ايا په نړی کی داډول دوی ټولنی پيداکيدای شی چې دودی اوپرمختګ سطحه يې دابو سطحی ته ورته اويوشان وی ؟
اوس چې ددې ښاغلی په بې خبر ۍ کی ونه وايم ( ده کجا ودرختهاکجا ؟ ) نوبه څه ووايم ٠ دموضوع دنوروضاحت په خاطر به دابل مثال دکيفی تغيراتو دوقوع په خاطر هم راوړم چې کمی تغيرات په طبيعی موجوداتوکی څنګه به په کيفی تغيراتواوړی ٠ که چيری يوه سالمه هګۍ په نظر کی ولرو ،وينوئې دهګۍ په دننه کی ټاکلی حرکت اودپروټينونوژوند وجود لری ، کله چې يې چرګه تر سينی لاندی کړی ،نو په عادی او ارامو شرايطو کی تر ٢٢ يا ٢٣ ورځووروسته نوموړې هګۍ دخپل تدريجی تغيراتوپه نتيجه کی په کيفی تغيرسره چيچی راباسی چې دهګۍ په دننه کی همدغه کيفی اوانقلابې تغير بلل کيږ ی ٠ البته ، دلته هګۍ دچرګی دسينې څخه ټاکلی اولازمی حرارت واخيست ٠ نو اوس چې انسانان په ماشين سره هګۍ په چرګوړوبدلوی داددې معنا لری چې دتدريجی حرکت زما نه يې لنډه اوپه ډير لږ وخت کی يې په سلګونواوزرګونوچرګوړی دماشين څخه راباسی٠ په هرصورت ، اجتماعی انقلابونه دخپلو ماهيتونو، محرکه قوتونواوطبقاتی مشخصاتوپراساس يو له بله داسې توپير لری چې په مختلفو وختونواوځايونوکی ، په بيلوبيلو ډولونواوشکلونوکی بريوته رسيږی څونوی پرمختګونه رامنځ ته کړی ٠
په دی حساب نو ( تور انقلاب ) ويل واقعا چې دارتقا اوپرمختګ پر ضد ډيره ژوره کرکه ده اوهيڅ ډول بل مفهوم نه رسوی ٠ خروټی بايد نوی نظر پر وکړی ٠
اوس چې موپه ډيره لنډه توګه دانقلاب مفهوم اووقوع ته اشاره وکړه ، لازمه ده ديولړ بوروژوازی هغو انقلابونويادونه هم وکړه کوم چې په طبيعی توګه دکمی تغيراتودانکشاف په نتيجه کی کيفی تغير اتو اوانقلابونوته رارسيدلی دی ٠
بوروژوازۍ انقلابونه چې دخپل وخت پرمختللی اومترقی انقلابونه دی ، دفيودالی زړوتوليدیمناسباتو په مقابل کی يې هغه قيامونه اوجنګونه راپورته کړل چې دبورژوازۍ دنويو توليدی قوتونودظهورسره سم په مختلفو شکلونواومختلفووختونوکی واقع سوی اونويوسرمايه دار دولتونوئې تسلل موندلی دی ٠
ددې نويودولتونوتاريخی وظيفه همداوه چې دکپتاليزم داستقرار اوانکشاف له مخه څخه هغه موانع ليری کړی وای کوم چې دفيودالی مناسباتوپه خاطر په مختلفوشکلونودانقلابی پيښو اوپرمختګونومخنيوی کاوه ٠ البته ،دنن ورځی تکنالوجيکو،اقتصادی اوسياسی تحولاتواوانکشافاتو دا امکا نات رامنځ ته کړی دی چې يولړ انقلابی تحولات يا چټک کړی اويائې دناکامۍ سره مخامخ اوو ې ځنډوی چې قاطعانه بايد وپوهيږوچی دتکامل ميخانيکيت همدغه دی ٠په شپاړسمی ميلادی پيړی کی دغه ضدفيوډالی انقلابونه چۍ دبورژوازی نظامونو په دفاع کی راپورته سوی ډير دې زه به يې دنمونی په توګه دځينو انقلابونو يادونه وکړم ٠ دجرمنی ټولنيز انقلاب دبزګرانو په نامه يو بورژوازی او ضدی فيوډالی سور انقلاب وچی دفيوډالی نظامونوماڼی ګانی يې ور ړنګی کړی ٠ په( نيدر لند) کی بيا دبوروژوازی په لارښودنه ، دفيوډاليزم پر ضد انقلاب ډير شهرت لری ،په همدی توګه دجاپان ( ١٨٦٧ ١٨٦٨) کال بوروژوازی انقلاب که څه هم ډير ژر پر مختګ ونه کړ ، يو فيودالی ضد انقلاب دی ٠ خو په ټولو اروپائې انقلابونوکی مشهور انقلاب دفرانسې ستر بوروژوا دموکراتيک انقلاب دی ٠ چې نه يواځې قهر اميزه ووبلکه ډير تلفات هم درلود ل ٠ دغه انقلاب ( ٩٤ - ١٧٨٩ ) چې اروپائې سره ولړزوله ، انقلابي قدرتونوئې فيوډالی نظام مات اوسره وی پاشی ، ( شپاړسم لوئې ) يې دخپلو ظلمونو په سبب په بازارونوکی په کشولووګر ځاوه ٠
په دی انقلاب کی په زرګونو انسانان مړه سول ، په زرګونوبنديان اوسلګونوئې دعدام لکړوته ور پورته کړل څو دهمدغو تلفاتو په نتيجه کی يې خپلانقلاب بری ته ورساوه چې په هيڅ صورت ،نه رفارمستی بدلون واونه هم( تور انقلاب) ، بلکه دزمانی دغوښتنو سره سم دداخلی کمی تغيراتو داکمال په نتيجه کی کيفی اوانقلابي تحولاتوته ور پورته اودتاريخ نوي بوروژوازۍ مړحلې ته يې ټولنی ځان ورورساوه ٠ په دې کی هيڅ شک نه شته چې فرانسه نن ورځ هم په دننه کی ډير مهم داسې کمی تغيرات لری چې ورځ په ورځ داکمال اوهغه لوری ته حرکت کوی چې نوی تاريخی داسې مرحلې ته به رسيږی چې دنن بورژو بورژوازی اوامپريالستی مرحله به يې داولسونواوخلګودبا تدبيرو مباړزوپه نتيجه کی خپلی سردارۍ ته رسيږی نور نو هغه ټول خارجی ملتونه هم چې نن په ظالمانه توګه دفرانسوی سا مراجانوتر استعمار لاندی دی خپلو خپلواکيو ته رسيږی ٠ په همدې توګه به دنوروامپريالستی هيوادونو هم هغه ظالمانه استعماری ځنځيرونه شکيږی چې پر ملتونوئې ورګرزولی دی ٠ دا حکم دتاريخ دی ٠ ددې خبری تذکر هم په کار دی ، کله چې لا دفرانسی پرمختللی بورژ وازی انقلاب په نطفه کی و اودتحقق شرايط يې لا نه ووپاخه شوی ، نوبه دټولنی واکدارانو،پاپانو، بروکراتانو،فيوډالانو،نوړوقشرونواوحاکموطبقو ارتجاعی ګروپونوفکر اوتشويش کاوه چې که شپاړسم لوئې اومقدسه کورنۍ يې نه وی فرانسه اوفرانسويان به څه کوی ؟ په همه غه وخت کی نوموړوقشرونوفکر نه شوای کولای چې يووخت به شپاړسم لوېې اومقدسه کورنۍ ېې دتاريخ دحکمه سره سم چپه کيږی اوپه نتيجه کی به ېې انقلابيون دنوی بورژوازی دولت اعلان په قهر ی او انقلابی توګه کوی ٠ چې په هيڅ ډول نوموړی انقلاب ( تورانقلاب ) نه وبلکه دفرانسی اواروپاله پاره يو رنګين اوشګوفان انقلاب و٠ دادی اوس دنوروبوړژوازی اوامپريالستی نظامونوذوال دزمانې دتيريدوسره رانژدی اوهم رانژدی کيږی ٠ البته ،دتاريخ په ګامونوپه تاسف چې ښاغلی دستګير خروټی هم داروپا دناروی غونډی هيوادونودراتلونکی تغير اوانکشاف په باب انقلابی تغيراتوته داسې بې فايدی په شک ګوری اووائې ٠
(دبيلګی په توګه په ناروی کی انقلاب کيږی ،دخلګوموجوده واکمنی به چاته ليږدول اوراتلونکی واکمن به يې څوک وي ؟ راتلونکی واکمنۍ ته به څوک اوڅه ډول قانونيت ورکول کيږی ، نوم اوشکل به يې څه وی ؟ بايد په کلکه پوه شوچی اجتماعی انقلابونه دټولنو دتکامل عمده رکنونه دی٠ نو پر همدغه اساس دناروی اونورواروپائې اوجهانی هيوادونو اولسونواوزحمتکښان بهدخپلو طبقاتی شعورونودبيدارۍ اوسياسی انقلابونودعالمانه سازماندهۍ د پرمختګ په اندازه اودرجه اړه لری، دټولنی دذهنی اوعينی شرايطوپه پرمختګ اوتکامل اوهمداسی دکمی عميقوتغيراتوپه اکمال پوری مستقيمه اړه لری ٠ معنا داچی دناروې غوندی هيوادو نوسرنوشت ،واکمنی اوهمداسی دهغوی قانونيت اونويودولتونونومونه اوشکلونه دهغوی په زحمتکښوخلکواودهغوی په انقلابی سازمانونواوګوندونوپوری مستقيمه اړه لری ٠ اوس چې داقلابونومفهوم اوبورژوازی انقلابی تحولاتو تاريخي سير ته يولنډنظروړاندي کړو،خوبياهم ښاغلی خروټی دبدلون اوانقلاب توپير نه کوی اووائې چې ( په ټولنوکی موخه دسيستم بدلون دی نه دسيستم ړنګول ٠٠٠٠ ) موږوليدل چې دفرانسی لوی انقلاب لاهم چې کمی تغيرات پوره پاخه شوی وودشپاړسم لوئې پر تاريخ وهلی نظام يې نوی نظام جوړ کړ ٠ چيری دتورانقلاب ؟ ددې خبری يادهم په کاردی چې انقلابونه به ښائې يا رنګين اوقهر اميز وی اويا به هم په مسالمت اميزاودموکراتيکولاروچاروتامين کيږی داروپاتيرانقلابونه چې دبورژوازۍ سرداۍ يې دفيوډالی قدرتونوڅخه په زور تصاحب کړه سخت قهرايز، بی رحمه اوخونين وو٠ که څه هم دشلمی پيړۍ يولړ نويوانقلابونوهم قهراميزی اوتلفات له ځانه سره درلودل ، خوپه راتلونکوزمانوکی چې زحمتکښی طبقی دخپلوټول اړخيزوسازمانی فعاليتونواوشعوری بيداريو دپراختيا په نتيجه کی ددموکراتيکو قوتونوپه وسيع اودموکراتيک ګډون سره سياسی فضا دسولی په ګټه متغيره کړی وی ، نوبه انقلابونه هم خپل مسالمت اميزه سيرته انکشاف ورکړی ، تلفات اوخونريزی به يې لږ وی ٠ البته ،دا خبره هم بايد هيرنه کړو چې په اوسنی زمانه کی دامريکا په رهبری نړيوال امپرياليزم دخپلوتجاوزګرانه اواستعماری ګټو پر اساس هڅه کوی دمظلومواولسونواوملتونودطبيعی ثروتونودتسخير ولوپه خاطرد هر ډول وحشت اوتجاوزڅخه استفاده کړی ،دهغوی دملی اوانقلابی مبارزو پر ضدپه ډول دډولونو مخنيوی کوی اومقاومتونه يې دتروريزم په نامه داسې يا دوی چې دامپرياليزم دغه ډول اعمال دملتونودملی اوطبقاتی مبارزو اوانقلابونودتامين په وخت کی ښائې بيا هم ډير خونين اوقهراميزه نتيجې ولری چې مستقيم مسئوليت يې بيا هم داستعماری اوامپريالستی قدرتونوپر اوږوپروت دی ٠ دلوړی خبری داثبات له پاره پرعراق باندی دتيلودتصاحب په خاطرپر ها يتی افغانستان باندی غيرانسانی حملې هغه ناروا اعما ل دی چې هيڅوک يې لا هم نه شی هير کولای ٠ ددې تجاوز لومړنی اوحاضر علت خودادی چې( ميدان چغالی) اوجهان يو قطبه شوی دي ٠ استعمار ی اوتجاوز ګر هيواد ونه دنورو ولسونودهرډول بشری حقوقوپرضد دخپلو منافع په خاطر ګامونه ايږدی او خپل چور اوچپاول ته ادامه ورکوی ٠ترټولونوی اوروښانه نمونه يې دهلمندولايت خانشين پريو رانيمودانګريز انواوامريکايانوجنګ دی .
نوربيا