د اسلامي نړۍ او اسلامي کنفرانس(OIC) لپاره د امریکا دجمهور ریس بارک اوباما خاص استازي رشاد حسین د میدان وردګو والي محمد حلیم فدایي، ددې ولایت
امنیتي مسولینو او دعلماوو سره په کتنه کې دسولې، ثبات، او یوبل زغملو په
تامین کې د دیني عالمانو نقش اړتیاوو او ګواښونو ګټورې خبرې وکړی
د ولایت دیني
عالمانو ښاغلي رشاد حسین ته په افغانستان کې سوله او امنیت راوستل تر هرڅه
دمخه د افغانانو ستره اړتیا یاده کړه او دنړۍ تر هر بل هېواد اوسیدونکو یې زیات افغانان سوله غوښتونکي وبلل خو دیني علماو
دشته بدبختیو دمخنوي او د ټولنیز
عدالت رامنځته کیدو کې داسلامي کنفرانس
دایریدل اړین وبلل او په دغه برخه کې یې دامریکا د هېواد ریښتني همکاریو غوښتنه
وکړه
دمیدان وردګو ولایت والي ځانګړې استازي ته دګڼو
وړاندیزونو ترڅنګ ( دپياوړو عالمانو کانفرانس دایرول ترڅو دجګړې دجواز او عدم جواز
په اړه فتوي ورکړي،دیوې خپلواک راډیو تلویزیوني شبکې فعالول او ملاتړ چې علماء
دمعاصرو موضوعاتو په اړه علمي او ژور بحثونه وکړي او ولسونه داسلامي اصلي اصولو مطابق
رهبري کړي، داسلامي هېوادونو تشویقول چې دمجهز، عصري او جامع دارالعلومونو سره
مالي، تخنیکي، او علمي ملاتړ وکړي، دعلماو دژوند سطحې اوچتولو ته ځانګړې پاملرنه
او د دوۍ دعلمي سطحې لوړول او دنورو اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو د دیني علماو سره د علمي سیر، علمي سیمنارونو
په دایرولو کې زمینه برابرول او مرسته کول اړین وبلل.
په خبري کانفرانس کې ښاغلي رشاد وویل افغانستان او په ځانګړي ډول په میدان وردګو ولایت کې په اسلامي
اساساتو ولاړ بې ساري پرمختګونه
رامنځه شوي چې په واقعي ډول دولایت والي هڅې دولسونو سره په ګډه دستایلو وړ دي، نوموړي وویل
ماته دنده را سپارل شوې چې د افغانستان
او نورې نړۍ داسلامي هېوادونو دیني عالمانو
نظرونو څخه په استفادې په
افغانستان کې دشته ستونزو دحل لپاره
دامریکا هېواد داسې حل لاره
رامنځته کړي ترڅو افغانستان د نړۍ دیو مهم
هېواد په توګه دټولې نړۍ سره داسې اړیکې
ولري چې افغانستان د بیا لپاره د تروریزم په لمبو کې ونه سوځي .
ښاغلي رشاد په افغانستان کې دپوهنې، روغتیا، رسنیوو او ځوانانو په برخو کې دشته پرمختګونو څخه خوښې وښوده خو زیاته یې
کړه چې نړیوالې ټولنې یولړ نیمکړتیاوې هم درلودې
چې ښه بیلګه دقرانکریم سوځول او
ملکي تلفات دي چې باید په راتلوونکي کې د
داډول پیښو مخه ونیول شي او په دغه برخه
کې افغاني علماء تر هرچا ستره ونډه او نقش
لري، نوموړې وویل زه نه یوازې داچې دامریکا جمهور ریس بارک اوباما سره د
افغانستان د دیني عالمانو ستونزې
او غوښتنې شریکوم بلکې داسلامۍ نړۍ د عالمانو او اسلامي کنفرانس غړو سره یې
هم شریکوم او دحل په اړه یې جدي هلې ځلې کوم.
د دواړو لخوا د
امنیت، ثبات، تحمل اویو بل زغملو او دجنګ، خشونت او ظلم په رټلو کې د دیني علماو
نقش مهم وباله او باید ملاتړ یې وشي.
په پای کې
دولایت مقام لخوا ښاغلي رشاد حسین
ته دقرانکریم دلوست او ژباړی الکترونیکي نسخه او داسې نوری ډالۍ ورکړل شوی.
دیادونې وړ ده چې رشاد حسین دامریکا د جمهور ریس لخوا په ۱۳۸۸ کال کې
داسلامي (۵۶) هېوادونو لپاره ځانګړی استازې ټاکل شوې چې تراوسه یې افغانستان ته
درې ځله سفرونه کړي او نوموړې د قرانکریم
حافظ او دامریکا دمسلمانانو دټولنې یو فعال غړې دی