
وسیم سجاد، کابل
عینو مینه!
د بدمعاشانو مینه! خلک کندهار کی مازدیګر مهال دلته ځانونه رسوي. په موټرو کی به یا ماشومان او یا هم ږیری ګوری. ښځی څوک له ځان سره چکر ته نه بیایی!
عینو مینه "قرت العین" ده. سترګی دی یخیږي. ښکلي پارکونه؛ پارکونه، پلازاوی، سوپر مارکیټونه په نړیوال معیار په کی موندلی شی.
سرکونه یی پاخه او برښنا ستنی یی پړقیږي. څلور لاری یی پراخی او په اخره برخه کی یو ډنډ هم لري چی ډیر زر به ډک شي. دلته کی لوړ پوړي ډډ خیټي مازدیګر مهال منډی وهي. مونږ هوری یوه شیبه ولاړ وو چی د امنیت کس په ډیر احترام وویل که خفه کیږی نه نو و ټکیږی ځکه چی پلانکۍ صاب د جاګینګ(Jogging) لپاره تشریف راوړي.
دوی خو منډی وهی خو له دوی سره ددوی د سیکیورټی مامورین ډیر په غضب وي ځکه چی هغوی سره توپک او چانټه هم شړپیږي!!!
ما په افغانستان کی دومره لوی ښار ګوټۍ نه دی لیدلی او یا به زه بلد نه یم! ټول کندهار یوه خوا او دا مینه بله خوا! ښار کی برق نشته خو دلته یی کمی نشته! ښار کی سرکونه در بدر خو دلته یی ښکلا او صفایی دوبالا!!!
ښکلي جوماتونه چی لمونځ درته خوند درکوي؛ مناری یی له لری معلومیږي. د ښار د ترمیم او تعمیر شاته د پاکستاني مزدور قوی لاس دی خو خلک تری خوښ نه دي ځکه وایی چی پنجابیان ټګ مار دي زیات!!! نخچی د کورونو خوندوری او له یو بل متفاوتی دي!
ما خو په کی د اوسامه کورته ورته کور عکس هم واخیست!
که چارواکو وطن خپل بللی نو له ټول کندهاره یی داسی شی جوړه وی شوای خو...
خرقه مبارک او د امپراتور قبر!
خپل اداري ته می وویل چی موټر راکی چی کتابونه واخلم! کتابونه د ټکټک په کوڅه کی خرڅیدل! په یو بلا قیمت فروش واوختم. کتابونه می تری واخیستل او خوندور کتاب یی د علی ارغنداوی د شفاهی تاریخ کتاب وو چی له بی بی سی خپور شوی وو.
علی ارغنداوی یادِش بخیر خپل ځانګړی غږ درلود!
هیره دی نه وي چی کتاب پلورونکي د ښه نیت ښودلو په پازه راته خپله شعري ټولګه ډالی کړه چی نوم یی دی: خزانه تا به ویل!!!
شاعر یی "حبیب الله قلم مل" دی. کتاب می تری واخیست له دی شعرونو سره هسی هم زما جوړه نه ده خو کتاب می ورته رد نه کړ. کور ته چی راغلم او کتاب می پرانیست ګورم چی د کتاب په یوی پاڼی د کندهار د والي عکس لګیدلی! او لاندی تری لیکل شویدي:
"د کندهار فرهنګ پال والي: پوهنوال ډاکټر توریالی ویسا..." زړه می وو چی کتاب اور ته واچوم!
خو ما زر د خپلو احساساتو د خره قیضه را کش کړه؛ ما ویل چی ځه یاره مهمه نه ده چی شمع د چا په لاس کی ده؛ مهمه دا ده چی له شمعی باید ګټه پورته کړای شي!!!
زمونږ موټروان ویل چی د خرقی مبارک او بابا زیارتونه هم دلته دي! مونږ ویل چی د دوی لیدل له کتابو اخیستلو هم غوره دي!
لاړو؛ د بابا زیارت کوڅه کی تاجک برادري اوسیږي. دوی په بامیانو کی هم د ښار مرکزی برخه نیولی! دلته یی هم مرکزیت کی لګولي.
د امپراتور مقبره له پولیسو ډکه وه. دننه چی لاړم ماشومانو له مولا سبقان ویل! ما ګومان کاوه چی اوس خو پتیال فرهنګی دلته مرستیال والۍ دی! حتمی به د امپراتور مقبره د جِناح هغی څخه بهتره وي! خو د ویلو نه دي هغه څه چی ما لیدلي!!! شاړه ځمکه، رنګ د مقبری تللی؛ نظافت نه! شاوخوا کوڅی ویجاړی؛ د امپراتور په قبر تشریفاتی پولیس نه! یوازی سیګرټی بلیدل نه پوهیږم چی د چا په یاد کی به وو!
که د کندهار والۍ پاړسک وای او یا کوم بل څوک وای تاسو به انتقادات لیدل! خو مشاهد ه داښیي چی مونږ یوازی او یوازی خپل ښاغلي په مجلو کی لمانځو او بس! یوازی دقلم او فیسبوک نران یو!
د امپراتور قبر ته مو له لری دوعاوی ډالی کړی او دقبر په دی حال یی پټ وژاړیدم! بیا وروسته د خرقی مبارکی خواته لاړو! مقبری ته ننوتم، درود شریف می ولوست!
په دروازی د داود خان نوم لکه لیکل شوی وو؛ دوه منجوران هم ناست وو؛ دننه یو چا رنګ کاوه؛ ما عکسونه واخیستل! څو دانی می واخیستل؛ ځینی خلک راننوتل؛ د خرقی مبارکی دننه لوړ میزونه وو؛ څه شی پری ایښي وو؛ ما پوښتنه وکړه چی څه دي؟ ویل یی قرآنونه دي؛ نوی راغلي کسان ددی میزونو لاندی شول؛ له هغه بل سره یی راووتل؛ ما یی عکسونه واخیستل؛ منجور غږ کړ چی مه کوه!
ما وپوښتل څه شی؟ دوی ویل عکسونه! ما ویل ولی؟ دوی ویل ناروا دي! احساساتی احمق (Emotional Fool) راڅخه جوړ شو! ما ویل چی دغه چی دمیزونو لاندی ننوزی دا کار ناروا نه دی او زه ناروا! دوی ویل چی هغوی احترام ترسره کوي! ما ویل د کتاب احترام دا نه دی! مونږ باید پری عمل وکړو! که مچ کوو یی هم باید ځان ته یی را اوچت کړو، ور ټيټ نشو! ځکه دا سر به یوازی او یوازی هغه(ج) ذات ته ټيټیږي او بس!
سره نیغ شولو؛ خو بیا زر متوجه شوم چی په غلط ځای کی دومره جدی مناظری ته کیوتی یم!
هیر می نشي چی عصمت مسلم هم دلته پروت دی! طالبانو یی جسد ویسته خو مولایانو فتوا ورنه کړه که نه د مزاری غوندی یی پری قیامت جوړاوه! په وریځ اسمان یی، لمر ورښوده!!!
کابل ته واپسي:
په عمومي،عمومي دروازه کی یی کوز کړو! پولیس ته مو ډیر وویل چی مرسته وکړي؛ بالاخره یو لنډکروزر یی را ودراوی او تر هوایی ډګره یی ورسولو! کور یی اباد!
سیکیوروټی چک ته لاړو. د لته سیکیوروټی هم شخصي شوی؛ که کوم کتاب په بکس کی وي باید ویی باسو ځکه چی سپۍ تلاشي کوي! لومړی یی یو سپۍ راوستۍ بیا بل! دواړو بیکونه بوی کړل؛ شین سیګنال یی ولګوی، دننه لاړو. ساعت منتظر وو چی الوتکه راغله.
الوتکی ته وختم؛ د الوتکی یو کلینر می جان پهچان وو ځکه چی څو ټکي یی راڅخه زده کړي وو. د څلورم و او که د پنځم سیټ پیشنهاد یی راته وکړ! خو ماویل چی دوستان می دلته کی ارام دي!!! الوتکه والوته؛ دوعا می ولوسته؛ کتاب می راوړاوه!
leekwal@yahoo.com