د خوست ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست لپاره د نوې جوړېدونکې ودانۍ د بنسټ ډبره كېښودل شوه، دا وداني چې د اطلاعات اوفرهنګ وزارت لخوا د اوه مليونه افغانيوپه لګښت جوړيږي چارې به يې په راتلونكو څلورو مياشتو كې بشپړې شي. د همدې رياست مسوولين وايي چې تراوسه يې په يوه وړه ودانۍ كې خپلې چارې په ډېرو ستونزو كې پرمخ وړې خود دې ودانۍ په جوړيدوسره به يې ترډېره ستونزې حل شي.
د خوست ولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست لپاره دا وداني په هغه اداري كمپلېكس كې د ننه جوړيږي چې د ښارلوديځ ته د جوړيدوپه حال كې دى، د خوست اطلاعات او فرهنګ ريس محمدامين شاه الفت وايي چې دوى تراوسه يې په يوه داسې وړه ودانۍكې خپلې دادري چارې پرمخ وړې چې يواځې څوخونې يې لرلې، خود ده په خبره چې د دې ودانۍ په جوړيدوسره به يې ترډېره دا ستونزې حل شي، ده زياته كړه چې د دې ودانۍ لپاره وزارت له خپلې پرمختيايي بودجې نږدې اوه مليونه افغانۍ وركړي چې په يوه پوړ كې په پاخه او اساسي توګه جوړيږې ، په دې ودانۍ كې د يوه تلار سربېره لس خونې او نور اړوند ځايونه هم جوړيږي او چارې به يې په راتلونكو څلورو مياشتو كې بشپړې شي.
په همدې مهال جوړومراسموكې ځينو ليكوالانواو د نظرخاوندانو له دغه رياست غوښتنه وكړه چې د عامه كتابتون او موزيم لپاره داسې مناسب ځايونه برابركړي چې د خوست خلك ترې ګټه پورته كړي ځكه تراوسه د موزيم تاريخي اثاراوكتابتون په خوندي خونوكې دي او خلكوته يې چندان ګټه نه رسيږي.