د طالبانو لخوا په راليږل شوي خبرپاڼه کې ليکل شوي: ((نن سهار دپروان ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې په داخلي عسکرو دکمين بريدکې ۸ عسکر قتل شول )).
خبر زياتوي: نن سهار شاوخوا ۷ بجې دپروان ولایت دشینوارو ولسوالۍ په صوفی خيلو سیمه کې د داخلي عسکرو په هغه قطار دکمین بريد وشو چې په سيمه کې دتيريدو په حال کې وو، دغه ګڼ موټريز کاروان ديو مسلح ګروپ د پراخ کمين سره مخامخ شو چې ترډيره ناوخته پورې ورسره جګړه روانه وه په نتيجه کې ۴ رينجر موټر ځاي په ځای ويجاړ شوي ۸ عسکرقتل او ګڼ نورهم سخت ټپيان شوي دي .
طالبانو په دغه پېښه کې د يوه تن طالب د وژل کيدو خبر هم ورکړی دی. ذبیح الله مجاهد وايي، چې سيمې ته نوره قوه هم رارسیدلی دچې له هغوسره هم کلکه نښته دوام لري .
۱۴۳۳/۶/۳ هــق
۲۰۱۲/۴/۲۴ م