يو نا ويلى غزل (نظم)

اې لیونیه ! ولې ژاړې او کوکارې وهې هره کوکاره کې سلګۍ شیندې ویرونه شیندې
د کوم یو پټ زخم د درد څرګندونه کوې ؟
ته خو شپونکی وې د پستو، مستوکو سپینو وریو
د جنتي مرغانو سیل به دې پر سرڅرخیده
ستاسو د کلي د ځنګل دپاسه توره لړه
د نښترونو،چنارونو پر سر شنه اسمان کې
هر ماښامی د سپینو ستورو رمې
شپونکۍ سپوږمۍ پیولې
ستا له رمې سره به یو ځای څریدلې هوسۍ ، ښکلې هوسۍ
ماشوم کبلي به دې ، له وریو سره یو ځای په کت کټ خندیدل
په شنه ورشو کې به په ځغاسته په ترپکو سر وو
ته به ټول ژوند وې ، ټول به خوند وې د غونډیو پر سر
بیا به دې واخیستې شپیلۍ کې هاغه هیرې ټپې ، ډیرې ټپې
درسره غبرګې به کړې غاړې تاروګانو ، مستانه زرکانو
هاغه ، دې یاد شي چې یوه ورځې ، یوه غلې غرڅه ، ښکلې غرڅه
په منظمو قدمونو لکه آس د سپاهي
ستا پلو راغله او تر څنګ دې ودریدله غلې
په هوسۍ سترګو کې یې پنډې وې مرموزې اوښکې
لکه نالوستي فولکلوریکې کیسې
یا د یو چا ،سینه کې پټې ها ، نارې سندرې
چې لاتراوسه یې ویلې نه دي !
او تا اریان ، دریان وروکتل او هیڅ دې نه وې
غرڅې به سرې ، سرې هیله منې ، ګیله منې سترګې واړولې وځمبلې
بس په دې تمه وه چې ته ورته یو څه ووایې
یا یې د زړه درزا ته غوږ شې چې د غشي له شغ او د ښکاري له ویرې
وه تر هیدلې او ستا څنګ ته یې پناه راوړې؟
خو چې تا هیڅ پروا پرې خرڅه نه کړه
د غرڅې سترګو کې راټولې د رازونو چینې ، د غزلونو چینې
نو د شاعر د خیال په شنه ورشو کې
د دنګو ، دنګو غرونو ، شنو غونډیو
د هرې تیږې او هر کاڼي له زړه
په غرڅنو سترګو کې پنډې اوښکې
ها د رازونو چینې ، د غزلونو چینې
راووتې په شرنګیدلي ، زنګیدلي وزن
د ښاپیرو د پایزیبونو د شرنګا او سرو تال غیږه کې
دانه وانه خورې ورې شولې غزل غزل شوې
نو
اې لیونیه ! تا بلا ډیر تاویزونه او دمونه وکړل
برګې مرۍ دې کړې په غاړه ډیر غمي دې کړل په ګوتو پورې
په ملنګانو ، طبیبانو باندې وګرځیدې
ډیر زیارتونه ګړندي دې کړل تاوده غرمو کې
په هر کنډو دې راختونکي لمر ته ونیوه ځولۍ د خیرات
ډیرو دوه شپيزو سپوږمکیو ته دې لیچې د دوعا پورته کړې
خو لاهم سترګو کې سوکان وهې او روغ نه شولې
ځوانه شپونکیه لیونیه ! که په کار دې روغ صورت یي واوره !
بس ، یوه چاره درته ښایمه عمل پرې وکړه
خدای مهربان دی روغ رمټ ، هغه شپونکی به شې د سپینو وریو
چاره دې داده ګرانه !
ورځه له غرونو ، دریابونو پسې ورک شه یاره
په ډبرینو کږلیچونو او پیچومو کې د مار په شان کوږوږ تاویږه
پرتې ساراوې پل په پل ګز کړه او ویې ګوره
خو پام اووه جوړې د اوسپنې څپلۍ درسره واخله چې په کار به دې شي
هاغه هوسۍ چې تا پرې نه وه خرڅه کړې پروا
چیرته پیدا کړه ، ورته تش کړه د زاریو ګوډي
غرڅنۍ سترګې یې په خپلو سترګو ښې ومږه
ګوندې پخلا شي درنه تللې مروره هوسۍ ، سپینه کوتره هوسۍ
چې سپینې اوښکې مرغلرې یې غزل ، غزل شي وبهیږي
او ته د اوښکو له دانو نه رابیل شوي د غزل بیتونه ونغاړه تاویز ترې جوړ کړه
تاویز اوو جامو کې تاو کړه او پر غاړه یې کړه
بيا د لولۍ د غره پر سر د شنه ځنګل په زړه کې
د شپیلې سر کې د \"انګار\" یو ناویلی غزل
لکه اواز په غرو رغو او سردرو وشینده
چې انګازې جوړې کړي
خدای مهربان دی روغ رمټ هغه شپونکی به شي د سپینو وریو.
زاهد شاه انګار