د ګازو د ترانزيت له درکه به افغانستان  د کال 400 ميليونه ډالره عايد ولري

 1391/02/05 - 08:42
د افغانستان د کانو وزارت چارواکي وايي، چې د ترکمنستان د ګازو د انتقال پر سر  پرېکړې ته رسيدلې او افغانستان به له دې مدرکه د کال څلور سوه ميليونه ډالره تر ﻻسه کړي.
د دغه وزارت وياند جواد عمر ويلي، چې د ټاپي TAPI' د ګازو پروژې  د پپل سره سم به د ګازو د نړيوالو بيې پر بنسټ محاسبه پيل شي. نوموړې زياته کړې، چې د افغانستان، پاکستان او هند استازو په دې هکله خبرې کړي او پرېکړې ته رسيدلي.
عمر زياته کړې، چې سږ کال به د ترکمنستان په شمول د يادو هېوادنو يوه څلور اړخيزه غونډه تر سره شي او د ټاپي پروژې پر جزيياتو به هم کار وشي.
 بايد وويل شي، چې ايران د دغې پروژې سره مخالفت لري او غواړي خپل ګاز پاکستان او هند ته صادر کړي خو امريکا بيا د ايران مخالفت کوي. د يادونې ده، چې ايران په افغانستان کې دومره نفوذ لري، چې دا ويره شته، چې دغه پروژه له ناکامۍ سره مخ کړي.