د B 52  په زور د شمالي ټلوالې راتګ  او د هغوى ورستۍ هيلې:



څه وخت چې په افغانستان كې د طالبانوتحريك د هيواد له جنوبي ولايت كندهار نه حركت او يون پيل كړ، له دې امله د عام ولس له تېز او دورندهركلي سره مخ شول چې خلك په خپلوسيموكې د مجاهدينو په نوم له ډلوټپلواو د هغوى له هغو كړنو چې نه په دين كې وې اونه يې هم د افغاني  دود اوكلتورسره اړخ لګاوو، تنګ شوي لا څه چې ترپوزې راغلي وو.
 د مجاهدينو د اسلامي انقلاب له برياليتوب نه وروسته تش په نوم مجاهدينو هيواد په لوټوبدل كړ، دوى په بېلابېلو سيمو كې پاټكونه واچول خلك يې دې حالت ته ورسول چې نور نو له يوبل ولايت نه څه چې له يوې ولسوالۍ نه بلې ولسوالۍ ته هم سفركول د سرپه بيه تماميدل، له سلګونوښځونه يې په يوه بل نوم تيونه پرېكړل، د ژونديوانسانانوپه سرونوكې يې ميخونه ټك وهل، له ژونديوانسانانو يې سرونه پريكول او بيايې په پرې شوي ځاى ګرم او خوټيدلي غوړي تويول، له دې سره به د انسان نيم ژوندى بدن له ډېرې سختۍ نه حركتونه كول، نو د انسانيت دښمنانوبه ورته خندل چې دا د مړي نڅا يا ګډيدل دي.
په كابل كې د چوكۍپرسر دومره جګړې وشوې چې لسګونه زره انسانان پكې ووژل شول، د خلكو كورونه لوټ شول، هغه څه وشول چې د نړۍ په يوه سيمه كې به هم نه وي شوي.
 دوى ته بهرنيو پسې او وسلې وركولې او بيايې د بي ګناه افغانانوپه وژلو مصرف كولې.
 كه څه هم دغو جنګسالارانو د عام ولس په وژلو صرفه نه كوله، خو كله كله به دوى هم د  يوبل پروړاندې وسلې ته لاس كولو، كله به ازبكان او تاجكان سره جنګيدل كله به هزاره او تاجك سره جنګيدل اوكله به هم د ازبك او هزاره سره جنګيدل اوكله به هم يادې ټولې ډلې له حكمتيارسره داسې جنګيدې چې د د هغه پروړاندې به سره يو موټى وو، دا ځكه چې يوې ډلې په يوازې ډول نه شوو كولاى چې د حكمتيار مخې ته ورشي.
 دا چې حكمتيارپښتون وو خو له هغه سره پېنځه پښتانه هم ځكه نه وو دريدلي چې پښتانو نورې جګړې او په تېره بيا د خپل ولس ترمنځ شخړې نه خوښولې، ځكه ورځ تربلې د حكمتيار ډله كمزوري كيدله او ان تردې چې د طالبانو تحريك سېلابونه پرې را ورسيدل، او هغه يې داسې پسې ورك كړ چې تراوسه يې هم درك نه دى معلوم، موږ مخكې يادونه وكړه چې له حكمتيارسره پښتانه نه وو ولاړ، يوازې د ګوتو په شمار څو كسان وو، چې د هغه په ګټه به يې ملا تړلې وه.
ځكه خو يادې درې ډلې چې هغه وخت يې ورته شر او فساد ويلو،  د طالبانو مقابلې ته ودريدې، دلته يو كار وشو طالبانو دغوډلوته د كفرپرځاى شراو فساد ويلو، خو په مقابل كې شمالي ټلوالې هم ښه انصاف وكړ له طالبانو سره جګړې ته يې د جهاد نوم پر ځاى د مقاومت نوم ور كړ.
له طالبانوسره چې كله شمالي ټلواله په جګړه كې ښكېله شوه نو د مرستولپاره يې د نورو هيوادونو ترڅنګ هغه روس ته لاس وروغځولو چې دغو مجاهدينويې د ماتولو دعوا كړې وه، دوى به يوې خوا ويل چې روس يې مات كړى اوبل پلويې په همدې مهال له روسانو د مرستې غوښـتنه كوله، روسانو هم ښې ډېرې پيسې او وسلې وركړې، خو كله چې د كابل په نږدې سميوكې هم د شراو فساد ډلګيوماتې وخوړه  مشرانويې له ويرې او خجالت نه بهرني هيوادونه په سترګوپټ كړل، او د هغوى غلامي يې غوره كړه.
خوځيني يې داسې هم ووچې په د غرونو په نارو كې له طالبانوسره په جګړه كې ښكل شول، لنډه داچې اخر يا ورك شول او ياهم په غارونوكې ننوتل، الا دومره يې كول چې غارونوته يې طالبان نه ورپريښودل، او مقابله يې كوله.
خو كله چې امريكا د طالبانو ريژيم د ړنګولوغورې اودربې پيل كړې دوى هم يوځل بيا راووپنځيدل، اخر امريكااو نورو صليبانوپرافغانستان اوطالبانوباندې هوايي بمبارۍ پيل كړې، بريدونو تر پېنځودېرشو ورځو پورې كومه پايله نه لرله خودا چې شمالي ټلواله په غارونه كې سخت تنګ شوي وو، نود صليب يانو له پوځ يې د لويواو درنوبمونوغوښـتنه وكړه چې پرطالبانويې واچوي او دوى ته د غارونو نه د راوتلو موقع په لاس ورشي، بالاخره بهرنيوځواكونو د هغوى غوښتنه او خپلې كفرې عقدې و ازمايلې.


په هرصورت دB 52  په زور  د شمالي ټوالې غړي ګروپونه تاجكان، ازبك او هزاره يوځل بيا ميدان ته را ووتل، او كابل ته هم راورسيدل، دوى په سركې پخپله خوښه استاد رباني د صدارت په كرسۍ كينولو.
خو دا چې هغه د بهرنيو نه وو خوښ نو پرځاى يې اوسنى ولسمشر حامدكرزى راوستل شواو ترننه هم ولسمشر دى.
له لس كاله جګړو وروسته چې اوس امريكا او ناټونوره له جګړې ستړې شول، بهانه يې وغوښته چې له وسله والوطالبانو سره روغه جوړه وكړي.
كه څه هم دا كار تراوسه نه دى شوى خو يادې ډلې چې اوس يې هم لاسونه د بي ګناه انسانانو په وينو سره دي، د اوس ماتي ځاى ورك كړى دى، دوى ته خپل ګناهونه ښه معلوم دي، ځكه منډې وهي چې كله د فدرالي نظام غوښتنه كوي او كله هم نور مسئلې راپورته كوي.
 خپله ليكنه شمالي ټلوالې او وسله والوطالبانو ته په لاندې پيغامونه راټولوم.
 شمالي ټوالې ته: غم مه كوه وبه شي، تاسوخو د B 52  په زور راغلى وى خپله هم پوهېږى چې دا B 52 نه وي تاسو هم نه ياست، ښه خبره دا ده چې نور نوخپلو اوسنيو دندوته استعفاوې وركړئ كنه، د محاكمه كيدولپاره درته نور هم دوسيې درنيږي.
او وسله والوطالبانو ته مې پيغام دا دى چې ولې مو په زرګونوبي ګناه مسلمانان ووژل، ولې موتر ټولو اول د پښتون قوم په مشر او كشر پسې رواخيسته د هغوى ښوونځي، روغتونونه، پلونه او سركونه موتباه كړل  او هره پښتانه كورنۍ مو د غم په ټغر كينوله، ولې مو د زرګونو پښتانو د كورنو دروازې په بمونو والوځولې، ولې مو په زرګونو پښتانې ميندې بورې او پېغلې كونډې كړې، ولې مو په زرګونه مظلوم ماشومان د خپلوخوږو پلرونوله درنې او خوږې سيوري نه د تل لپاره محروم كړل، هرڅه مو چې وكړل او يايې كوى، زور يې پرپـښتون قوم دى، ځكه دغه قوم امريكااوناټوهم نه پريږدي او شمالي ټواله هم، څوك يې له دې امله نه پريږي چې په دوى كې مسلمانى ډېره قوي ده خو څوك يې په دې ګومان نه پريږي چې هسيې په خوله مسلمانان دي ( وسله وال، شمالي ټولواله او صليبيان )
بي ننګه يار په مخه راغى
له خپلو بدو شرميدو كوز يې كتنه!!!
اسدخان پكتياوال