خاص دې ملاصاحب عمر ولولئ:

 محترم اميرالمومنين صاحب!   تاسوته بهتره معلومه ده چې كله مو د كندهار له سپين بلدك څخه په افغانستان كې د شر او فساد پر وړاندې مبارزه پيل كړه په ډېره تيزى سره مو د خپل مقصد په لور د پرمختګ ګامونه واخيستل دا ځكه چې له يوې خوا ستاسو مرام پاك وو او بل دا چې خلك هم دې ډول بدلون ته سترګې پر لار وو.
په لنډ وخت كې د هيواد ګڼو ولايتونوته د طالبانود اخلاص لمن ور وغوړيده، كومې سمې ته به چې ستاسو طالبان ورتلل سيمه والوبه يې دروند هركلى كولو،   ښه امن يې راوستو، غلاوې وركوې شوې، د انسانانوتښتول او نور ډېر شمېر ناوړه كارونه نږدې صفر ته ورسيدل.
 خو اې محترم ملا عمر صاحب ته خبر يې چې ستاملايانواو طالبانو بيا څه پيل كړل؟؟؟
داپه لنډو څو ټكوكې درته ووايم، ستاسو ملګرو چې ځانونه يې د دين پتنګان بلل داسې كارونه وكړل چې د خلكو په خوله نه راڅي، دا چې اوس د شپې لخوا امريكايي ځواكونه د خلكو پركورونو چپې اچوي او پر ديوالونو ور اوړي، د دې مسلمانو كورنيو سترونه اول طالبانو مات كړي دي، ځكه چې كله به دوى ته چا اطلاع وركړه چې په فلاني كور كې واده دى او كورنۍ يې خوشالۍجوړه كړې، نو دغه د دين پتنګان به د شپې د هغه كور پرديوالونو په داسې حال ور واوښـتل چې د واده واله به خبر هم نه وو.
ايادا د مسلمان بي عذته كول دي اوكنه؟؟؟
اوس امريكايان هم ورته كارونه كوي، ځكه چې دا كارونه ستاله نوم نه په ګټې طالبانو هم كول.
 تاسولپاره يوه بل عادي مثال هم راوړم او دا مې د يو چال په ليكنه كې ليدو:
 (( يوه سړي د ناروغۍ له امله ښار ته د كور كومه ښځه بيولې وه نه پوهېږم چې موريې وه، خوريې وه اوكه ميرمن؟؟؟   نوموړي هغه ښځه په يوه ګوښه ځاى كې كينوله او خپله په سودا پسې لاړو، ځوان چې په ښاركې په سودا كولو بوخت شو نو  طالبانو پدې دليل ونيو، چې ستا ږيره د ملا  صاحب له امرڅخه كمه ده،  دغه سړي ډېر عذر زارۍ وكړې چې ښځه راسره ده او هلته مې كينولې، نابلده ده، دا ښار يې نه دى ليدلى، څوك نه پيژني، او دلته په ښاركې هم څوك نه لرو، د خداى په خاطر مړ مې كړى خو يو ځل دې هغه ته ورشم، خو هغوى ځوان بوتلو او نور يې د خبرو اجازه هم نه ور كوله، ښځه پرهغه ځاى د ځوان راتلوته شيبې شميري او زر زر مخ اړوي.              خداى چې د هغه په زړه كې به څه وو؟؟؟
بس بيچاره شوه په ژړا او ښيرو پيل وكړ، نابلده وه، ځوانه وه، خو افسوس چې د امن ډك بازار كې ترې سړى ترى تم شو، دا ستاسو د واكمنۍ وخت د ډېرو ناخوالو يوه نمونه وه.
اوس راځم دې ته چې  دا وخت ستاسو له نوم نه څوك څنګه ګټه پورته كوي، او بياڅه عملونه كوي:
ملاصاحب!    اوس ستاسو په نوم وسله والې ډلې د غريبوخلكو په كليو او بانډو كې ګرځي، د غريبو افغانانو دروازې په ماينونو الوځوي، دا كارځكه كوي چې ناټوځواكونه هم ورته عملونه كوي او بيا د خلكو كورونو ته ورننوځي.
غريب خلك ځكه د دې  عملونو ښكار شوي چې مالداره او د قدرت واله خلك يا په كابل او ياهم د ولاينونوپه مركزونو كې اوسيږي.
ملاصاحب! ستاسوله نوم نه په ګټې چې موږطالبان يو، ځيني خلك په لارو كې دريږي، او له موټرو كسان كوزوي او له ځان سره يې بيايي، اوس كه هغه سړى هيڅ ګونه هم ونه لري دومره وهل كيږي چې په مړي هم بدترشي او كه په دې يې هم د كوم عمل اقرار ونه كړ نو بيادغه وسله والوطالبان د هغه كورنۍ ته ټليفون كوي چې دوه لكه ډالر راوليږه او بيابه دا سړى در ته خوشى شي، داسې كسان چې پيسې نه لري نو د پلار او نيكه ځمكې ورته خرڅوي او ستاسو ملګرو ته پيسې وركوي.
ستاسو ملګري داسې هم كوي چې څوك ونيسي نو په وهلو يې ځكه په يوه ګناه قانع كړي چې هغه نورد بړو طاقت نه لري، ملاصاحب!!! ته خبر يې چې ستا انډيوالان هغه بياڅه ډول وژني؟؟؟
خبرشه!!!!! يايي په څټ حلالوي، يايې په مخ حلالوي، يايي په موټر پيسې ژوندى تړي، او يايي هم په ولاړې دروي او بياپرې د پېنځه اوياملي متري توپ ( هفتادپنج ) ډز كوي او ټوټه، ټوټه يې كړي.
په دې وخت كې هغه د تكبير نارې وهي او يو بل ته مباركي وركوي، كه دا دې ثبوت څوك غواړي نو هغه ويډيو دې وګوري چې دلوګر ولايت د ازرې ولسوالۍ كې طالبانو له خپلو ځانوكړې او بيا يې تيت كړې ده.
ملاصاحب ته خبر يې چې داكسان به څومره ګناهګار وي؟؟؟
خبره دا ده چې كه ستاپه دې ډول ملګرو ته هم وربرابرشوې او هغوى دې ونه پيژنې چې ته ملا عمر يې داسې عمل به درسره كوي، لكه وړاندې چې يې مثالونه ذكر شول.
 نو اې ملاعمر صاحب اول به د هرظالم د علاج كولو لپاره ښخواوماشومانوهم ستاسو د راتګ او برياليتوب دعاكوله، خو اوس هى هى هى ولله كه ستاسو ارمان څوك كوي!!!!!
موږ نه پوهيږو چې تاسو مو ولې وژنۍ؟؟؟؟؟
او د دې وژنو مسووليت به د چاپرغاړه وي ؟
اسد خان پكتياوال  د هرات ولايت  ګزرې ولسوالي