
كله چې بهرنيوځواكونوپه افغانستان باندې په دې پلمه تيرى وكړو چې نور افغانان له هغې بدې ورځې وژغوري چې له يوې خوا د طالبانو د سخت دريزه ريژيم تر واك لاندې سختې شپې تيروي او بل پلود نېستيو او غريبيوله لاسه د افغانو ژوند دومره سخت شوى چې نور نو د نړيوالو لپاره د زغملو وړ نه دى، دا چې ولې او څنګه داكار وشو، اوس پرې ځكه نه غږيږو چې پوره لس كاله پدې خبرې وشوې، او ان ماشومان هم په دې پوهيدلي چې په هيواد كې څه روان دي، ولې روان دي او چا روان كړي دي؟؟؟
خبره هغه عنوان ته ورغځوو ( چې زموږ د چارواكو ټكټونه او كې شوي او دلته يواځې د شمار څو ورځې تيروي نور له خيره روان دي )
دا خبره مې وروسته له هغې په ذهن كې راغله چې ډېره موده وروسته كابل ته لاړم او هلته مې په ښاركې له اندازې ډېرې چټلۍ، خراب سړكونه، ړنګ كورونه اونور ډېر داسې څه وليدل چې موږ به د هجرت په دوران كې د مهاجرينويا كډوالوپه كمپونو كې ليدل، هلته به چا داسې وداني هم نه جوړوله چې د بنسټ هواري او ژورولو ته يې اړتياوه، ځكه په هغه صورت كې يوڅه لګښت زياتيدو او بله دا چې وخت يې هم لږ څه زيات نيولو....
زه په لومړي ځل كابل ته هغه مهال تللى وم چې كله د مجاهدينوله خپل منځي جګړو وروسته طالبانوكابل ونيو او موږ ښه بي غمه شو چې اوس نو زموږ په مركز كې زموږ په غوږونو څوك ميخونه، نه وهي.
هغه وخت له كباړيانو يوه شى پاتې شوى وو، نه پوهېږم چې چا ډېرې پيسې پرې نه ورکولې او كه د چا ورپام شوى نه وو، هغه د ترافيكواشارې يا څيراغونه وو، که څه هم بريښنايې نه لرله خوپه ډېرو چوكونو د ترافيکو اشارو ستنې او څيراغونه ليدل كيدل، دا كار د طالبانو په وخت كې ونه شو چې بېرته هغه پخوانى سستم جوړ كړي، خو د كرزي په مشرى په دې دوره كې هم ونه شو، يواځې په يوشمېر چوكونو او دورو كې د پاكستان هيواد په مرسته ځيني اشارې فعالې شوې، او څه موده يې استعمال هم وشو خو اوس بيا دا اشارې هغه مهال ته ورته شوې چې كله كابل د مجاهدينوپه خپل منځي جګړوکې لوټې لوټې شو.
په همدې ډول په ولايتونوكې هم هرڅه داسې دي چې سړى نوى يوې سيمې ته ورشي او ګډوډ حالات، بي پروايي، نامناسبه ګذاره او چال چلند او نور څه وويني نو فكر كوي چې دا خلك په دې لنډ وخت كې له دې سيمې كډې بار وي او نور نو خپلو اصلي ټاټوبوته روانيږي.
دا مهال چې د هر ولايت له اوسيدونكو د سيمې په اړه پوښتنه وكړې نواول خبره يې دا وي چې زموږ چارواكي په پيسوو ځانونه مقرر وي ځكه نواول خپل ټالكل شوى هدف پوره كوي او له دې وروسته منتظر يو چې سيمې ته به څه كار وكړي، دا طمعه له ټولو چارواكو همداسې ده كه هغه نظامي وي او كه ملكي؟؟؟
که تاسو کله هم د کوم والي او نورو چارواكو غورې اوريدلي وي د خپل ولايت په اړه ټولې مثبتې خبرې كوي، د دوى په فكر په اړوند ولايت كې يې هيڅ داسې څه نشته چې څوك په تشويش كې واچوي.
خو خبره بياداسې ده چې هغه واليان، امنيې قوماندانان اونور چاروكي خپلې كورنۍ او ماشومان دغه د امن ډك ولايت ته نه را ولي او په ښه كره او ډاډمن زړه يې په نورو هيوادونو او يا د هيواد په مركزكابل كې ساتي.
د ټولو لوړ پوړو چارواکو که وزيران دي، او که واليان او يا نور...له دې عمل معلوميږي چې دا هيواد او يا اړوند ولايت ورته پردى ښكاري او زر ده چې نور ترې باريږي.
زه د دې خبرې د ثبوت لپاره له ټول هيواد يواځې د لويې پكتيا( پكتيا، پكتيكا او خوست ) ولايتونوبېلګه بيانوم، كله چې د ناټوځواكونو په لاس د طالبانو نظام ړنګ شوى له هغې وروسته خوست، پكتيا او پكتيكا ته چې څومره واليان او امنيې قوماندانان راغلي كورنۍ اوماشومان يې بل چېرې وي، هرڅوك په دې كې وي چې سږكال به دا لوړ پوړي چارواكي كورنۍ او ماشومان راولي خو دوى يانې چارواكي يواځې د خلكو د غولو په موخه دا نارې سورې وهي چې سيمه مې د امن له پلوه جوړه ياثاني نه لري.
تراوسه په دې ولايتونو كې داسې لوړ پوړى چارواكى نه دى تېر شوى چې كورنۍ يې هم په هماغه ولايت كې ورسره وي، ځكه د دوى ماشومانو خو تراوسه بده ورځ نه ده ليدلې هسيې نه چې د پلار د واكمنى پر مهال كوم بد او درون غږ د دوى غوږونوته ورسيږي.
دلته مې د پښتوژبې هغه لنډۍخولې ته راځي چې وايي:
د مسافرو ياري مه كړئ----- د مسافرو اسپې زين ولاړې دينه.
څنګه زموږ د چارواكو اسپې هم زين ولاړې دي کنه ؟؟؟؟؟
كه داسې نه وي هر كاله د بيارغونې په نوم په ميليونونو پيسې لګول كيږي خوڅه موده ورسته يې څوك پوښتنه هم نه كوي چې سرته رسيدلې پروژې يې په څه حال كې دي؟؟؟ دا ځکه چې دوى خو هسې هم ترې روان دي نو ولې پدې خوشيو خبر دماغ کم کړي، ښه مثال يې يواځې دوه ښارونه دي، يو د ټول هيواد مركز ياكابل او بل هم هغه ولايت چې زه پكې اوسېږم او ياهم تاسو پكې مرګ ته انتظار ياست، په لسو كلنوكې داسې اساسي بدلون نه ترسترګو كيږي چې څوك يې په خپل كور كې راوستل غواړي، هغه سړكونه، ودانۍ، پاركونه چې په ميليونونو ډالر پرې ولګول شول اوس په كوم حالت كې دي؟؟؟
كه دې چارواكو ته دا هيواد پردى نه بلكې خپل معلوميدى، نوبيا ولې سم كار نه كوي، ولې په هره برخه كې سستم نه برابر وي او لنډه داچې دوى ولې په خپله سيمه كې اوسيږي نه؟؟؟؟؟
په دې هيله چې نور زموږ چارواکي او ولس خپل ټاټوبى خپل وګڼي کنه دا ګمان مې نشي چې لالک نه مې زوى وشي.
اسدخان پكتياوال